د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د هغو تورونو پر وړاندې محتاط عکس العمل ښکاره کړ، چې دې هېواد ته په سلو کې تر نوي فيصدو زيات ځانمرګي له پاکستانه ورځي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د هغو تورونو پر وړاندې محتاط عکس العمل ښکاره کړ، چې دې هېواد ته په سلو کې تر نوي فيصدو زيات ځانمرګي له پاکستانه ورځي.
د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند لطف الله مشعل پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې افغانستان ته په سلو کې نوي فيصده ځانمرګي له پاکستان څخه افغانستان ته صادرېږي.
مشعل دا خبره وروسته له دې وکړه، چې په وروستيو څو اوونيو کې د ځانمرګو بريدونو په نتيجه کې په سلګونو افغانان ووژل شول.
مشعل دا هم وويل، چې ډېر کم شمېر افغانان ځانمرګي بريدونه کوي او کوم افغانان، چې دا كار کوي، هغوی هم په پاکستان کې روزل شوي او تنظيم شوي وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تهمينې جنجوعه د افغانستان د ملي امنيت د ادارې د تور په غبرګون کې وويل، چې دا په دې اړه اوس څه نه شي ويلی ځکه چې په دې باب معلومات نه لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې په عين حال کې وويل، چې په وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې ښې شوې دي او اوس مناسبه نه بولي، چې د غيرمسوولانه څرګندونو په خاطر د دوو هيوادونو اړيکو ته زيان واړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


