په پاى كې د کونړ چارواکو هم ومنله، چې په ناامنه غازي اباد ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو الوتکو د څو شپې وړاندې خپلسرو بمباريو پر مهال ولسي کورونه په نښه کړي او تر پنځوسو ډېر بې ګناه وګړو د وژنې ترڅنګ يې يوشمېر نور ټپيان کړي وو.
په پاى كې د کونړ چارواکو هم ومنله، چې په ناامنه غازي اباد ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو الوتکو د څو شپې وړاندې خپلسرو بمباريو پر مهال ولسي کورونه په نښه کړي او تر پنځوسو ډېر بې ګناه وګړو د وژنې ترڅنګ يې يوشمېر نور ټپيان کړي وو.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي وايي: د دې بمبار زيان معلومونکي پلاوي موندلې، چې پر ولسي وګړو سربېره ديارلس وسله وال طالبان هم په بمبارکې وژل شوي.
والي ويلي په بمبار شوې ارګل کلي کې د وژل شويو دې ولسي وګړو يوازې شل تنه يې ښځې او نهه وېشت نور ماشومان او ترشلو کلونو پورې عمرلرونکي کسان دي.
((داڅلورشپېته چې دي،ديارلس يې مخالفين دي،دوه وېشت زنانه دي،شپږوېشت ځوانان دي او درې سپين ږېري دي))
والي پرعملياتو نورڅه نه دي ويلي خو په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان بريدجنرال محمد افضل کليد ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې ايتلافي ځواکونو دا بمبارد هغو ګډو تصفيوي عملياتو خلاف کړى چې د غازي اباد پرډېرې ناامنه سيمې ابره ګل دې لپاره پلان شوي وو چې په خبره يې د خيبرپښتونخوا په باجوړکې د پاکستاني پوځ ترعملياتو وروسته نېږدې نوي عرب او چيچن جنګيالي دې سيمې ته راغلي وو.
قومندان په دې مرکه کې ونه ويل چې د کب د دويمې شپې پريوولس نېمو بجو پاى ته رسېدلو دې عملياتو يې پايله ورکړې کنه،خو ويې منله چې بمبارشوې ارګل ولسي سيمه عملياتو ته له پلان شوې سيمې ډېره لرې ده.
د دې بمبار په اړه مې له نېږدې د سيمې څواستوګنو سره خبرې وکړې.
حاجي مومن د ارګل سيمې يواستوګن راته وويل:بمبارد شپې پرنهو بجو پيل شو،ترهغې وروسته يې چې يوکورکې څوتنه ووژل،خلکو په دې ګومان چې ټول کورونه به تربريدونو لاندې راځي،له ماشومانو سره يې کورونه پرېښودل او لارو،کوڅو ته راووتل.
د ده په ويناهمدې وخت کې بمبارزورواخېست او د ده د يوې خور،اوښي او د هغوى د څلورو ماشومانو په ګډون پکې ترشپېتو کسان ووژل شول او نېږدې څلوېښت نورټپيان شول.
د بمبارشوې سيمې يوبل استوګن محمد ظاهر وايي بمبارشوې سيمه د عملياتو له سيمې نېږدې اوه کيلومتره لرې ده.
دى وايي ترسهاره پورې بمبارشوى او پکې د شپېتو ولسي وګړو د وژل کېدو ترڅنګ نېږدې دېرش تنه نورټپيان دي.
د کونړ پرغازي اباد ولسوالۍ دې بمبارکې څوټپي شوي ماشومان چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړښودل شوى و،له کونړه د جلال اباد عامې روغتياروغتون ته هم راوړل شوي.
دوى کې هغه درې کلنه ماشومه هم شامله ده چې يوه پښه يې بمبارپرې کړې او د خپلوانو په وينايې پلارومور هم په بمبارکې وژل شوي.
د دې ماشومې په خواکې ولاړ خواشينى ځوان شيرين جان وايي،د دې معيوبې شوې ماشومې تره دى.
شيرين جان وايي يوغم يې نه دى،هم يې کورنۍ غړي او د ده په ويناد لاس مټې ورونه ووژل شول،هم يې د مشرورور معيوبه او وړه ماشومه ورپاتې او نه پوهېږي چې خپل سرته په خطرپېښولو سره بيرته کلي ته د خپلو مړو خښولو پسې لاړشي او که همدلته روغتون کې د ورېرې درملنې ته يې پاتې وي.
هڅه مو وکړه چې کونړ والي او امنيې قومندان د پېښې پرنورو جزياتو وغږوو،خو پکې پاتې راغلو.
په ختيز کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېواقومندان بريدجنرال محمد افضل مې وپوښت چې که عمليات د وسله والو پرضد وو،نو ولسي خلک ولې ووژل شول؟
ځواب يې هماغه و چې ايتلافي ځواکونو پخپل سر د عملياتو د پلان خلاف بله سيمه بمبارکړې.
په ختيز کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته پرغازي اباد د عملياتو په اړه وويل چې د دوام او پاى ته رسېدو معلومات نه لري.
دې ادارې مخکې په دې عملياتو کې تردېرشو د زياتو وسله والو طالبانو دوژنې دعوه کړې وه.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د دې دعوې په رد سره وويل چې تراوياوو پورې ولسي وګړي دې بمبارکې وژل شوي او پنځوس کورونه نړيدلي،خو دوى ته کوم زيان نه دى اوښتى.
اوس په کابل کې د ناټو يوه وياند رسنيو ته ويلي چې په وروستيو دې عملياتو کې د ولسي مرګ،ژوبلې پلټنه کوي.
هاخوا:ولسمشرکرزي هم ترهغې وروسته چې د کونړ ولايتي ادارې د ولايتي شورا د رېس په مشرۍ د يو پلاوي په ټاکلو سره د غازي اباد پېښه وڅېړله،د خپل سلاکاروزير شهزاده مسعود په مشرۍ يو پلاوى د دې پېښې څېړنې ته ټاکلى.
په همدې اړه مې د کونړ د ولايتي شورا رېس مياحسن عادل چې د دويم ځلي پلاوي غړى هم دى،د څېړنې د پایلې په اړه وپوښت خو
د ده په خبره پلاوى به د تېرو نورو داسې پېښو د څېړونکو پلاويو په شان يوازې د ولسي قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي شريکه کړي اوترهغې هاخوا ترې د بلې کومې لاسته راوړنې هيله نه لري.
ولايتي شورارېس همدا شان وروستي داشوي عمليات پوره ناکام په دې ګڼي چې په وينايې وسله وال طالبان خو ترې وروسته لاهم نورستان ته پرغځېدلې او غازي اباد کې نورو لارو باندې واکمني لري.
يوشمېر ولسي خلکو هم کليد ته د شوراد رېس د دې خبرو پخلى وکړ.
کونړ د هېواد په ختيز کې يو هغه ولايت دى چې څو،څو ځله په لسګونه ولسي وګړي پکې د بهرنيو ځواکونو د بېلا،بېلو پېښو او بريدونو پرمهال وژل شوي.
ترداسې پېښو وروسته تل چارواکو په راتلونکي کې د نورو ولسي وګړو د وژنې د مخنيوي ژمنې کړي خو د خلکو په ويناچې په عملي کولو کې يې پاتې راغلي.
دا چې تردې وروسته به د دې پېښو مخنيوى کېږي کنه ،هغه پوښتنه ده چې ډېر خلک يې د هو ځواب په هيله دي خو ښکاره نه ده چې د دوى هيلې به پوره او که به د اوس په شان نېمګړې پاتې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


