ads

دوو پرله پسې چاودنو ١٣ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن لس باندي  دولس بجې د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سرکاري باغ د ګل کلاچې په سيمه کې د سپيو جنګونې په يوه ميدان کې پرله پسې دوې چاودنې شوي دي. نن لس باندي  دولس بجې د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سرکاري باغ د ګل کلاچې په سيمه کې […]

نویسنده: TKG
8 کب 1389

نن لس باندي  دولس بجې د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سرکاري باغ د ګل کلاچې په سيمه کې د سپيو جنګونې په يوه ميدان کې پرله پسې دوې چاودنې شوي دي.

نن لس باندي  دولس بجې د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سرکاري باغ د ګل کلاچې په سيمه کې د سپيو جنګونې په يوه ميدان کې پرله پسې دوې چاودنې شوي دي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد کليد ته وويل، چې په دې دواړو چاودنو کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٥ پوليس ټپيان دي.

د هغه په وينا: د سپي جنګونې په دې ميدان کې ګڼو عام وګړو او پوليسوشتون درلود.

هغه وايي، چې په دې چاودنو کې د پوليسو موټرو ته هم زيان اوښتى دى.

بلخوا د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې دوى ته د پېښې له ځايه پنځه ژوبل کسان وروړل شوي، خو دا يې ونه ويل، چې ياد کسان نظامي دي او که ملکي.

د يوه بل خبر له مخي په ورته وخت کې د کندهار ښار د څوارلسمې امنيتي حوزې اړوند د ميرويس ميني په سيمه کې پر بهرنيو پليو ځواکونو د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبله په اړه نه ځايي چارواكو او نه هم بهرنيوځواکونو څه ويلي دي.

تر اوسه د دواړو پېښو پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA