ads

ترافيكي پېښې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د هرات –  تورغونډۍ پر لويې لارې د فلانكوچ او ټېلر موټرو د ټكر له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. ويل كېږي، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د انجيل ولسوالۍ اړوند د ديهشخ وپروانه سيمه كې رامنځته شوې. د هرات –  تورغونډۍ پر لويې لارې د فلانكوچ او ټېلر موټرو د […]

نویسنده: TKG
8 کب 1389

د هرات –  تورغونډۍ پر لويې لارې د فلانكوچ او ټېلر موټرو د ټكر له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. ويل كېږي، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د انجيل ولسوالۍ اړوند د ديهشخ وپروانه سيمه كې رامنځته شوې.

د هرات –  تورغونډۍ پر لويې لارې د فلانكوچ او ټېلر موټرو د ټكر له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

ويل كېږي، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د انجيل ولسوالۍ اړوند د ديهشخ وپروانه سيمه كې رامنځته شوې.

د هرات ولايت د سيمه ييز ملكي روغتون د عاجل واټ يوه نوكريوال ډاكټر شهاب رامش رسنيو ته وويل، چې په دغې ترافيكي پېښې كې لس تنه وژل شوي او پينځلس نور ټپيان دي.

نوموړي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې كړه، چې په مړو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هرات ولايت د ترافيكو چارواكو په دې ولايت كې خرابه هوا او د موټر چلوونكو لخوا د ترافيكي قانون نه مراعتول د ورته پېښو د رامنځته كېدو لامل وباله.

بايد وويل شي، چې د روان كال له پيله تر دې دمه پر لويو لارو د ترافيكي پېښو له كبله له ۵۰ ډېرو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA