ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په هرات ولايت كې يې د دوو درنو چاودنو مخنيوى كړى. د همدې ولايت امنيه قومندان سيد اغا ثاقب وايي، چې د دولت وسله والو مخالفينو د هرات ښار سپينې اډې په سيمه كې يوه اندازه چاودېدونكي توكي ځاى
ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په هرات ولايت كې يې د دوو درنو چاودنو مخنيوى كړى.
د همدې ولايت امنيه قومندان سيد اغا ثاقب وايي، چې د دولت وسله والو مخالفينو د هرات ښار د سپينې اډې په سيمه كې يوه اندازه چاودېدونكي توكي ځاى پرځاى كړي وو، چې د ملي پوليسو د سرتېرو لخوا كشف او د ملي امنيت د خنثى كولو د ټيم په مرسته له منځه يوړل شول.
نوموړي زياته كړه، چې مخالفينو غوښتل د دغو چاودېدونكو توكو پر مټ د دولتي سرتېرو موټرې والوزوي، خو په دغه كار كې پاتې راغلل.
د ثاقب د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې د دغې پېښې په تړاو څوك نه دي نيولي، خو په دې برخه كې د پوليسو پلټنې روانې دي.
د يوه بل خبر له مخې، ثاقب په شينډنډ ولسوالۍ كې د يوه بل ويجاړونكې چاودنې د مخنيوي خبر هم وركړ.
ويل كېږي، وسله والو طالبانو په ۵ بوشكو كې نږدې ۵۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي ځاى پرځاى كړي وو، چې د ملي پوليسو لخوا كشف او له منځه يوړل شول.
نوموړي زياته كړه، چې د دې پېښې په تړاو يې هم څوك نه دى نيولى.
د دغو چاودېدونكو توكو موندنه په داسې حال كې ترسره كېږي، چې تېره ورځ په شينډنډ ولسوالۍ كې د ايټالوي سرتېرو يو موټر د سړك د غاړې پر يوه ماين ور برابر شو، چې په ترڅ كې يې يو ايټالوي سرتېرى ټپي شو.
وسله والو طالبانو هغه مهال ادعا كړې وه، چې په چاودنه كې يې ۵ ايټالوي سرتېري وژلي او موټر يې هم ور ويجاړ كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

