د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي مرستيال ويکرم سنگهه وايي، چې د ډېرى امريكايانو په غوښتنه دغه هېواد نه غواړي، چې په افغانستان كې دې دايمي پوځي اډې ولري.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي مرستيال ويکرم سنگهه وايي، چې د ډېرى امريكايانو په غوښتنه دغه هېواد نه غواړي، چې په افغانستان كې دې دايمي پوځي اډې ولري.
نوموړى وايي، چې د دايمي پوځي اډو شتون د امريكا د ځينو سناتورانو او يو شمېر سياستمدارانو شخصي نظر او غوښتنه ده.
د ده په وينا: د امريكا حكومت هيڅ داسې هوډ نلري، بلكې غواړي، چې له افغانستان سره اوږد مهالې سترا تيژيكې اړيكې ولري.
سنګهه زياته كړه، چې له ۲۰۱۴ ميلادي كال او افغانانو ته د امنيتي چاروله سپارلو وروسته به امريكا د افغان امنيتي ځواكونو روزلو ته دوام وركوي او په دې اړه به خپلې مرستې جاري ساتي.
د نوموړي په وينا: دا،چې امريكايان په افغانستان كې پاتې شي او كه نه دا د افغانانو خپله پرېكړه ده.
سنګهه دا مني، چې د القاعدې لوړپوړي چارواكي په پاكستان كې دي، خو د ده په وينا: له ترهګرۍ سره مبارزه د دواړو هېوادونو په هڅو پر مختګ كولاى شي.
د امريكا دغه لوړ پوړي چارواكي په داسې حال كې د دايمي اډو شتون رد كړ، چې څه موده وړاندې جمور رئيس كرزي ويلي وو، چې ځينې امريكايي سنا تورانو له ده څخه په افغانستان كې د دايمي پوځي اډو غوښتنه كړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

