په كابل ښار نن سهار شپږ نيمې بجې راكټي بريد وشو، خو مرگ ژوبله نه لري. د كابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئيس
په كابل ښار نن سهار شپږ نيمې بجې راكټي بريد وشو، خو مرگ ژوبله نه لري.
د كابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئيس سمونوال محمد ظاهر د پېښې د پخلي ترڅنگ كليد ته وويل، چې راكټ نن سهار شپږ نيمې بجې د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په سيمه كې په يوه نيم كاره تعمير لگيدلى، چې مرگ ژوبله نه لري.
ظاهر زياته كړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې راكټ د ښار له جنوب لوري (چهار آسياب) څخه توغول شوى دى.
د هغه په وينا: پولسو يي په اړه پلټنې پيل كړې دي، خو تر اوسه يي په تور څوك نه دي نيول شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

