ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې پر ايټالوي سرتېرو د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې يو موټر ويجاړ شوى دى.
ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې پر ايټالوي سرتېرو د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې يو موټر ويجاړ شوى دى.
چارواكي وايي، چې دغه پېښه هغه مهال تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ د عزيز اباد كلي په زاول سيمه كې رامنځته شوه، چې ياد سرتېري په سيمه كې پر ګزمه بوخت وو.
د شينډنډ ولسوالۍ د پوليسو يو چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رسنيو ته ويلي، چې پېښه كې ايټالوي سرتېرو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
بلخوا په سيمه كې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې په چاودنه كې يې ۵ ايټالوي سرتېري وژلي دي.
نوموړي زياته كړې، چې په پېښه كې د يادو سرتېرو موټر هم له منځه تللى، چې پاتې شونې يې لا هم په سيمه كې پاتې دي.
بايد وويل شي، چې تر دې دمه څو ځله په شينډنډ ولسوالۍ كې د ايټالوي سرتېرو پر موټرو د سړك د غاړې ماين چاودنې شوي، خو ځاني زيان يې نه درلود.


