ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې يې د دوو چاودنو مخه نيولې. دوى وايي، چې وسله والو طالبانو دوه كړۍ ماينونه د يوه پل او هرات- دلارام عمومي لارې پر سر ايښي وو، چې تېره ورځ د ملي پوليسو د سرتېرو لخوا كشف او له منځه يوړل شول.
ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې يې د دوو چاودنو مخه نيولې.
دوى وايي، چې وسله والو طالبانو دوه كړۍ ماينونه د يوه پل او هرات- دلارام عمومي لارې پر سر ايښي وو، چې تېره ورځ د ملي پوليسو د سرتېرو لخوا كشف او له منځه يوړل شول.
په لويديځ كې د سيمه ييزې قومندانۍ وياند عبدالروف احمدي رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو غوښتل پرې پوځي اوملګي موټرې والوزوي، خو په دې كار كې پاتې راغلل.
نوموړي زياته كړې، چې دغه ماينونه د ځايي خلكو په همكارۍ موندل شوي وو.
د احمدي په وينا، تر اوسه د پېښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي، خو په اړه يې د پوليسو هڅې روانې دي.
په همدې حال كې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې په دلارام ولسوالۍ كې يې د ملي پوليسو دوه رېنجر موټرونه په بمونو الوزولي دي.
نوموړي په چاودنو كې يادو سرتېرو ته د درانه زيان دعوه هم كړې ده.
دلارام ولسوالي د فراه او هلمند له دوو ناامنو ولسواليو سره ګډه پوله لري، چې دې هم د يادې ولسوالۍ پر منيتي وضعيت منفي اغېز كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

