ads

نورستان كې د رايو بيا شمېرنه پيل شوه

نورستان كې د ولسي جرګې په ټاكنو كې د سرغړونو د مخنيوي په خاطر د رايو بيا شمېرنه پرون پيل شوه. په هغه خبرپاڼه كې، چې نن د شنبې په ورځ له نوروستان ولايت څخه كليد راډيو ته راستول شوې وه، د دې خبر ترڅنګ په كې ويل شوي، چې له كابل څخه دې ولايت […]

نویسنده: TKG
7 کب 1389

نورستان كې د ولسي جرګې په ټاكنو كې د سرغړونو د مخنيوي په خاطر د رايو بيا شمېرنه پرون پيل شوه. په هغه خبرپاڼه كې، چې نن د شنبې په ورځ له نوروستان ولايت څخه كليد راډيو ته راستول شوې وه، د دې خبر ترڅنګ په كې ويل شوي، چې له كابل څخه دې ولايت ته د محمد موسى مدني په مشر راستول شوى پلاوى له دې پروسې څخه څارنه كوي.

 

 

نورستان كې د ولسي جرګې په ټاكنو كې د سرغړونو د مخنيوي په خاطر د رايو بيا شمېرنه پرون پيل شوه.

په هغه خبرپاڼه كې، چې نن د شنبې په ورځ له نوروستان ولايت څخه كليد راډيو ته راستول شوې وه، د دې خبر ترڅنګ په كې ويل شوي، چې له كابل څخه دې ولايت ته د محمد موسى مدني په مشر راستول شوى پلاوى له دې پروسې څخه څارنه كوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د بيا ځلي رايو شمېرنې په لومړۍ ورځ د دې ولايت والي جمال الدين بدر وعده وكړه، چې د شفافيت او هر راز سرغړونې په مخنيوي كې به له راغلي پلاوي سره قانوني همكاري وكړي.

بدر له پلاوي سره د ليدنې پرمهال هيله څرګنده كړه، چې احتمالي سرغړونې سمې وڅېړل شي.

د ياد پلاوي مشر محمد موسى مدني هم ويلي، چې د رايو د بياځلي شمېرنو پرمهال به د سرغړونو د مخنيو په خاطر په دقيقه توګه رايې وشماري.

تر اوسه دا نه ده په ډاګه، چې دا پروسه به څو ورځې دوام وكړي، خو د استول شوي پلاوي غړي وايي، چې وړه سرغړونه به هم وڅېړي.

تر دې وړاندې د نورستان ولايت د رايو صندوقونه د يوه ټاكل شوي قضايي ټيم لخوا مهرو لاك شوي وو.

په نوريستان كې يو شمېر معترض نوماندان هم له دې پروسې څخه ملاتړ كوي او دا د ډيموكراسۍ په پياوړتيا كې مهم ګام بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA