ads

لاريون کوونکي: افغان وژنه دې بنده شي

په ننګرهار کې لسګونه ځوانانو د يوه لاريون په کولو سره په هېواد کې د افغان وژنې د بندېدو د غوښتنې ترڅنګ د ټولو افغانانو د وژونکو د محاکمې غوښتنه وکړه. په ننګرهار کې لسګونه ځوانانو د يوه لاريون په کولو سره په هېواد کې د افغان وژنې د بندېدو د غوښتنې ترڅنګ د ټولو […]

نویسنده: TKG
7 کب 1389

په ننګرهار کې لسګونه ځوانانو د يوه لاريون په کولو سره په هېواد کې د افغان وژنې د بندېدو د غوښتنې ترڅنګ د ټولو افغانانو د وژونکو د محاکمې غوښتنه وکړه.

په ننګرهار کې لسګونه ځوانانو د يوه لاريون په کولو سره په هېواد کې د افغان وژنې د بندېدو د غوښتنې ترڅنګ د ټولو افغانانو د وژونکو د محاکمې غوښتنه وکړه.

دوى ويل،د هر هغه وژونکي محاکمه او په سزا رسېدل غواړي، چې په نوم افغان وژني يا يې وژلى وي.

لاريون کوونکو د نومونو په اخېستلو سره وويل چې که په دې وژونکو کې نيول شوي ناکام ځانمرګي، پوليس، ملي اردو سرتېري، بهرنيان او که بل هرڅوک وي، بايد محاکمه او د وژونکو هڅو مخنيوى يې وشي.

د  لاريون سمبالګرو چې د بياداسې لاريونونو د کولو خبردارى يې ورکاوه،ويل هېڅ يوې سياسي ډلې،ټپلې سره يې تړاو نشته او د دوى په خبره يوازې او يوازې بااحساسه افغان ځوانان دي.

په ننګرهار کې د افغان وژنې پرضد دا لاريون ترهغې وروسته وشو، چې په لږو تېرو ورځو کې يوازې دې ولايت کې پر کابل بانک د وسله والو طالبانو ډله ييز ځانمرګي بريد نېږدې يو سلو دېرشو تنو ته مرګ، ژوبله واړوله.

همداشان د کندهار، خوست، کندوز او نورو ولايتونو له پېښو پرته په کونړ د بهرنيو ځواکونو بمبار کې د يوه حکومتي پلاوي په وينا، تر شپېتو زيات ولسي وګړي، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA