ads

سپاه پاسداران لخوا په افغانستان كې د تليفوني اړيكو څارنه

د هغه مكتوب له مخې ، چې د ملي امنيت د شورا د فتر لخوا د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) ته استولى شوى، د ايراني عسكرو د نيمرو او ايران پر پوله پرمختللي مخابراتي دستګاګانې لګولي، څو افغانستان كې تليفوني اړيكې كنترول كړي. د هغه مكتوب له مخې ، چې د ملي امنيت […]

نویسنده: TKG
7 کب 1389

د هغه مكتوب له مخې ، چې د ملي امنيت د شورا د فتر لخوا د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) ته استولى شوى، د ايراني عسكرو د نيمرو او ايران پر پوله پرمختللي مخابراتي دستګاګانې لګولي، څو افغانستان كې تليفوني اړيكې كنترول كړي.

د هغه مكتوب له مخې ، چې د ملي امنيت د شورا د فتر لخوا د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) ته استولى شوى، د ايراني عسكرو د نيمرو او ايران پر پوله پرمختللي مخابراتي دستګاګانې لګولي، څو افغانستان كې تليفوني اړيكې كنترول كړي.

د ۸ صبح ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه مكتوب د لړم په ۲۳ مه اترا ته استول شوى و او له مخابراتو وزارته په كې غوښتنه شوې وه، چې كه امكان وي د ايراني عسكرو د دغه كار مخنيوى دې وكړي او په اړه دې د ملي امنيت شورا ته معلومات وركړي.

د يادې ادارې رييس انجينير خيرمحمد فيضي د موضوع په اړه ناخبري ښوودلې، خو ويلي يې دي، چې كه رښتيا هم ايراني عسكرو دغه كار كړى وي، نو دوى د دې توان لري، چې د ايراني عسكرو د دې هڅې مخنيوى وكړي.

نوموړي زياته كړې، چې د مخابراتو وزارت نيمروز ولايت ته د سروې ټيمونه استوي، ترڅو هغه فريكونسي معلومه كړي، چې په ياده سيمه كې ترې كار اخيستل كېږي.

بايد وويل شي، چې دا خبره تر اوسه پټه پاتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA