ads

بمي چاودنې اته تنه ملكي وګړي ووژل

نن سهار د خوست د لكڼو په ګورګورۍ  سيمه كې د ملكي وګړو پر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ووژل شول.     نن سهار د خوست د لكڼو په ګورګورۍ  سيمه كې د ملكي وګړو پر موټر د سړك […]

نویسنده: TKG
7 کب 1389

نن سهار د خوست د لكڼو په ګورګورۍ  سيمه كې د ملكي وګړو پر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ووژل شول.

 

 

نن سهار د خوست د لكڼو په ګورګورۍ  سيمه كې د ملكي وګړو پر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ووژل شول.

د خوست امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یعقوب کلید ته د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې په وژل شویو کسانو كې يو نارینه، ۳ ښځې او ۴ تنه ماشومان شامل دي.

د پېښې پړه لا تر اوسه كومې وسله والې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان كې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د پخوا پرتله څو برابره زیاته شوي ده او په همدې خوست ولايت كې د تېرې جمعې ورځې د موټر بمب په ځانمر ګي بريد كې ۵۰ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA