كه څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د ليبيا غړيتوب ځنډولى او د تاوتريخوالي د څېړنو سپارښتنه يې كړى، خو امريكا پر دغه هېواد بنديزونه لګولي.
كه څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د ليبيا غړيتوب ځنډولى او د تاوتريخوالي د څېړنو سپارښتنه يې كړى، خو امريكا پر دغه هېواد بنديزونه لګولي.
د ليبيا له مركز طرابلس څخه په رارسېدليو راپورونو كې راغلي، چې حكومت پر لاريون كوونكو ډزې كړي.
د ليبيا مشر معمر قذافى د پلازمېنې په شين څلور لاري كې خپلو پلويانو ته په خبرو كې ويلي، چې حكومت به د مخالفو لاريون كوونكو پر وړاندې جنګېږي ا و دوى ته به ماتې وركوي.
كه څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د ليبيا غړيتوب ځنډولى او د تاوتريخوالي د څېړنو سپارښتنه يې كړى، خو امريكا پر دغه هېواد بنديزونه لګولي.
پر ليبيا د بنديزونو د اعلان پر مهال د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما وويل، چې ليبيا له نړيوالو اصولو سرغړونه كړې.
نومړي زياته كړې، چې د امريكا د بنديزونو نښه يوازې د معمر قذافي پر پلويانو او كورنۍ ده، پاتې عام ولس ترې خوندي دى.
بلخوا بريتانيه او فرانسه ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د وړاندې كولو لپاره پر داسې مسودې كار كوي، چې له مخې به يې د ليبيا پر وسلو اخيستلو د بنديز لګولو ترڅنګ د نورو مالي بنديزونو د لګولو سپارښتنه كوي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون په نړيوالې ټولې غږ كړى و، چې ليبيا كې د روان كړكېچ د كنټرول په برخه كې دې ګام پورته كړي.
بانكي مون امنيت شورا ته ويلي وو، چې په ليبيا كې د روانو لاريونو او تاوتريخوالي په ترڅ كې تر زرو زيات كسان وژل شوي.
نوموړي زياته كړې، چې د دې ترڅنګ له ليبيا څخه د كډو كولو او په كې د خوراكي توكو په كمښت هم اندېښنې زياتې شوي.
د بانكي مون په وينا: تر دې دمه له ليبيا څخه تر شلو زرو زيات كسان تونس او نږدې ۱۵۰۰۰ مصر ته كوچېدلي دي.
نوموړي زياته كړې، چې لا هم ډېر شمېر ځايي خلك او كارګر په كې بند دي او خوندي ځاى ته په ځان رسولو كې پاتې راغلي.
بانكي مون زياته كړې، چې په دې حالاتو كې دا ضروري ده، چې ګاونډي او اروپايي هېوادونه له ليبيا څخه تښتېدونكو كسانو ته خپلې پولې پرانيزي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په خپلې بېړنۍ غونډه كې د ليبيا د غړيتوب ځنډولو سپارښتنه كړې وه او ويلي يې وو، چې په هېواد كې دې د روانو تاوتريخوالو څېړنه پيل شي، ترڅو د تاوتريخوالي د مسوولو كسانو په خلاف عمل ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

