ads

ځانمرګي بريد ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار يولس بجې او لس دقيقې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې د وېش او چمن ترمنځ پر لاره په يوه ځانمرګي بريد کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. نن سهار يولس بجې او لس دقيقې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې د وېش او […]

نویسنده: TKG
5 کب 1389

نن سهار يولس بجې او لس دقيقې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې د وېش او چمن ترمنځ پر لاره په يوه ځانمرګي بريد کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

نن سهار يولس بجې او لس دقيقې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې د وېش او چمن ترمنځ پر لاره په يوه ځانمرګي بريد کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سپين بولدک امنيه قوماندان سلطان محمد کليد ته وويل: پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي امنيت ځواکونو د ياد بريدګر د نيولو هڅه وکړه.

دهغه په وينا: دوى د ځانمرګي بريدګر په اړه څلور ورځي وړاندې معلومات درلودل.

هغه زياته کړه، چې دغه بريد د يوه موټر پر مټ ترسره شوى، چې د ملي امنيت څلور کارکوونکي په كې وژل شوي او د ٢١ تنو ملکي وګړو په ګډون د ملي امنيت يو سرتيرى پكې ژوبل شوي دي.

بلخوا د سرحدي ځواکونو درستيزال جنرال عبدالرزاق وايي، چې په پېښه كې ١٦ تنه ملکي وګړي، شپږ سرحدي پوليس او دوه تنه د ملي امنيت کارکوونکي ژوبل شوي دي.

د دې پېښي په اړه تراوسه لا د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې يوه مياشت وړاندې هم په دې سرحدي ولسوالۍ كې د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA