په روان لمريز كال كې يو شمېر وزارتونو په خوست ولايت كې د ټولگټو پروژو د پلي كولو لپاره هيڅ ډول انكشافي بودجه نه درلوده. دغه خبرې د خوست والي عبدالجبار نعيمي كليد ته په يوې ځانگړې مركې كې څرگندې كړې.
په روان لمريز كال كې يو شمېر وزارتونو په خوست ولايت كې د ټولگټو پروژو د پلي كولو لپاره هيڅ ډول انكشافي بودجه نه درلوده.
دغه خبرې د خوست والي عبدالجبار نعيمي كليد ته په يوې ځانگړې مركې كې څرگندې كړې.
نعيمي زياته كړه، چې دى به په نږدې راتلونكې كې د هغو وزارتونو ليست د رسنيو په واك كې وركړي، چې د خوست ولايت لپاره يي انكشافي بوديجه نه ده بيله كړې.
نعيمي همدا راز يو شمېر وزارتونه تورن كړل، چې په ولايتونو كې د انكشافي پروژو تړونونه پخپله له شركتونو سره لاسليكوي، چې وروسته دريم تر څلورلاس پورې يو پربل پلورل كيږي.
نعيمي وايي، د يوې انكشافي پروژې لپاره له شپېتو فيصدو كمې پيسې لگول كيږي، نو همدا د دې سبب كيږي، چې د پروژو كيفيت ډېر ټيټ وي.
د خوست والي په داسې حال كې يو شمېر وزارتونه د انكشافي پروژو په نه درلودو تورنوي، چې روان او ور تېركال يو شمېر وزارتونو د خپلې انكشافي بودجې څلويښت سلنه په مصرف نه ده رسولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

