ads

پر دايمي اډو جوړولو دوه اړخيزې خبرې روانې دي

له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو جوړول  په واشنګټن  ډي سي کې د دواړو هيوادونو د لوړ پوړو چارواکو د بحث عمده موضوع ده. له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو جوړول  په واشنګټن  ډي سي کې د دواړو هيوادونو د لوړ […]

نویسنده: TKG
5 کب 1389

له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو جوړول  په واشنګټن  ډي سي کې د دواړو هيوادونو د لوړ پوړو چارواکو د بحث عمده موضوع ده.

له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو جوړول  په واشنګټن  ډي سي کې د دواړو هيوادونو د لوړ پوړو چارواکو د بحث عمده موضوع ده.

دا دوه اړخيزه ناسته تيره ورځ  د امريکا په وخت د ماسپښين په يوه بجه او د افغانستان په وخت  تېره شپه ١٠ بجې د امريکا په دفاع وزارت يا پنټا ګون کې تر سره شوه.

په ياده غونډه كې د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ او او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي برخه اخيستې ده.

د امريکا د دفاع وزارت يو لوړ پوړي چارواکي پرون  په امريکا کې افغان خبريالانو سره په کتنه کې وويل، چې دوى غواړي په افغانستان کې د وروستيو لس کلنو  لاسته راوړنو د ساتلو لپاره له ٢٠١٤ کال وروسته  په دې هېواد كې دايمي پوځي اډې ولري.

دغه چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، رسنيو ته وويل، چې په دې ناسته كې به د افغان او امريكايي چارواكو د بحث اصلي موضوع په افغانستان كې د امريكا د دايمي اډو جوړول وي.

خو په امريكا كې د كليد ګروپ د خبريال د راپور له مخې، داړو لوريو له ناستې وروسته په خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې د دوى د بحث اصلي موضوع د افغان ځواكونو تجهيز او مسلح كول وه، چې د دواړو لوريو لخوا پرې بحث وشو او په دې خبره ټينګار وشو، چې افغان ځواكونه بايد تر ۲۰۱۴ ميلادي كال پورې د دې توان پيدا كړي، چې د امنيتي چارو مسووليت په خپله غاړه واخلي.

د واشنګټن په ناسته كې ګډون كوونكيو چارواكو په افغانستان كې د امريكا د دايمي اډو په اړه څه ونه ويل، خو د كليد خبريال د يوه لوړ پوړي پوځي چارواكي له خولې چې له ناستې مخكې يې خبريالانو ته ويلي وو وايي، چې امريكا علاقه لري، چې په افغانستان كې دايمي پوځي اډې ولري.

د كليد ګروپ د خبريال په وينا، د امريكا پوځي چارواكي په افغانستان كې دايمي پوځې اډې اړينې بولي، ځكه چې له دې لارې كولاى شي، په سيمه كې هر ډول خوځښت وڅاري او كنټرول يې كړي.

هغه چارواكي، چې له ناستې وړاندې يې خبريالانو سره خبرې كړې وې دغه راز ويلي وو، چې امريكا نور نه غواړي، چې په افغانستان كې يو افغان، يا امريكايي سرتېرى او يا هم طالب ووژل شي او همدا لامل دى، چې امريكا د سولې له پروسې څخه ملاتړ كوي.

نوموړي په پاكستان كې د وسله والو طالبانو د ډاډمنو  مركزونو په اړه ويلي، چې پاكستان بايد له هغو هڅو څخه چې اوس يې كوي، لا ډېر د دغو كسانو پر ضد مبارزه وكړي او دوى ته اجازه ورنه كړي، چې د پاكستان په كومه سيمه كې ځانته ډاډمن مركز جوړ كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA