ads

كندهار كې د كوكنارو اړولو كمياين پيل شو

ځايي چارواكو په كندهار ولايت كې د كوكنارو اړولو كمپاين د پيل خبر وركړ. كندهار په افغانستان كې تر هلمند وروسته د كوكنارو د كركيلي او توليد دويم ستر مركز بلل كېږي. ځايي چارواكو په كندهار ولايت كې د كوكنارو اړولو كمپاين د پيل خبر وركړ. كندهار په افغانستان كې تر هلمند وروسته د كوكنارو […]

نویسنده: TKG
5 کب 1389

ځايي چارواكو په كندهار ولايت كې د كوكنارو اړولو كمپاين د پيل خبر وركړ. كندهار په افغانستان كې تر هلمند وروسته د كوكنارو د كركيلي او توليد دويم ستر مركز بلل كېږي.

ځايي چارواكو په كندهار ولايت كې د كوكنارو اړولو كمپاين د پيل خبر وركړ.

كندهار په افغانستان كې تر هلمند وروسته د كوكنارو د كركيلي او توليد دويم ستر مركز بلل كېږي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وايي، چې په دې لړۍ کې يې د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ كې پينځه نيوي جريبه ځمکه د کوکنارو له كر څخه پاکه کړې ده.

د کندهار والي توريالي ويسا، چې د کمپاين د پيل په موخه ژړۍ ولسوالۍ تللى و وويل، چې ياد کمپاين په کندهار کې د پوليسو، ملي اردو او ايساف ځواکونو له لوري ترسره کيږي او نورو ولسواليو ته به هم وغځول شي.

که څه هم چارواکي وايي، چې داځل د دې کښت د مخنيوي لپاره يې جدي اقدامات پيل كړي، خو د امنيت نه شتون به د دې کمپاين پر وړاندې لوى خنډ وي.

بايد وويل شي، چې دا کمپاين په لمړۍ ورځ هم تر وسله وال بريد لاندې راغلى و، خو چاته پکې مرګ ژوبله وا نه وښته.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په کمپاين کې گڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA