د ننګرهاروالي په دې ولايت کې پرکابل بانک ترډله ييز ځانمرګي بريد وروسته له دندې بهر د افغان امنيتي ځواکونو د څارنې د تازه هڅو خبر ورکوي. ګل آغاشېرزى چې په ولسي او ولايتي جرګو کې د ننګرهار يو شمېر استازو ترياد شوي
د ننګرهاروالي په دې ولايت کې پرکابل بانک ترډله ييز ځانمرګي بريد وروسته له دندې بهر د افغان امنيتي ځواکونو د څارنې د تازه هڅو خبر ورکوي.
ګل آغاشېرزى چې په ولسي او ولايتي جرګو کې د ننګرهار يو شمېر استازو ترياد شوي بريد وروسته يې له دندې د لرې کېدو غوښتنه هم کړې، وايي داسې پلان يې جوړکړى، چې تردې وروسته به د ملي اردو، سرحدي پوليسو او ملي پوليسو ټول سرتېري له کاري سيمو تر راوتو وروسته د پخوا کلونو په شان د پوځي انظباطانو لخوا څارل کېږي څو په وينايې د کابل بانک د پېښې په شان د نورو پېښو د رامنځته کېدو مخه ونيول شي.
ننګرهار والي دا خبرې ترهغې وروسته کوي، چې د تېرې شنبې پر ورځ د ده استوګنځاى ته په څو مترۍ کې پر کابل بانک ډله ييز ځانمرګي بريد خپله د ده په ويناڅلوېښت تنه ووژل او اته اويا نور يې ټپيان کړل.
دې پېښه کې پينځه دېرش وژل شوي او اکثره ټپيان هغه امنيتي ځواکونه وو چې د چارواکو په خبره بانک ته پخپلو معاشونو پسې راغلي وو.
چارواکو دا هم منلې وه، چې د وسله والو طالبانو دا بريد د افغان ځواکونو له جامو په ګټې اخېستنې سره ترسره شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


