ads

د واك سپارلو لړۍ دې له پكتيا ولايته پيل شي

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې دوى له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د مسؤليت سپارلو لپاره بشپړ تيارى لري، خو دوى له نړيوالو غوښتنه كوي، چې افغان سرتېرو ته ځواكمنې وسلې او نور جنګي وسايل وركړي، څو وكولاى شي په ښه ډول د سيمې امنيت په خپله ونيسي. د پكتيا […]

نویسنده: TKG
5 کب 1389

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې دوى له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د مسؤليت سپارلو لپاره بشپړ تيارى لري، خو دوى له نړيوالو غوښتنه كوي، چې افغان سرتېرو ته ځواكمنې وسلې او نور جنګي وسايل وركړي، څو وكولاى شي په ښه ډول د سيمې امنيت په خپله ونيسي.

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې دوى له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د مسؤليت سپارلو لپاره بشپړ تيارى لري، خو دوى له نړيوالو غوښتنه كوي، چې افغان سرتېرو ته ځواكمنې وسلې او نور جنګي وسايل وركړي، څو وكولاى شي په ښه ډول د سيمې امنيت په خپله ونيسي.

ځايې افغان چارواكي د افغاني سرتېرو د شمېرې په زياتېدو هم ټينګار كوي.

د پكتيا والي جمعه خان همدرد وايي، دوى د را روان لمريز كال لپاره بشپړ امنيتي تدابير لري تر څو بهرني ځواكونه د خپل امنيتي مسوليت د سپارلو لړۍ په همدې ولايت كې پيل كړي.

والي همدرد دا په زړه پورې پروسه بولي او وايي، چې په دې چاره كې دې بېړه وشي.

دى وايي، چې افغانستان د افغانانو كور دى او د ساتنې لپاره يې هم د افغانانو هڅې مهمې دي.

جمعه خان همدرد د پكتيا امنيتي وضعيت د هېواد د نورو سيمو په پرتله ښه يادو كړ او زياته يې كړه، چې په دې ولايت كې د امنيت د ښه والي يوازينى لامل له دولت سره د ولس بشپړه همغږي او مرسته ده.

د پكتيا والي جمعه خان همدرد دا هم وايي، كه چېرته افغان سرتېرو ته د امنيتي مسؤليت سپارلو لړۍ پيل كېږي نو ترې مخكې دې افغان ځواكونه پياوړي شي.

نوموړى وايي، چې د ځواكونو د زياتېدنې او د هغوى په مجهزو امكاناتو سمبالښت اړين دي.

موده وړاندې د هېواد د ملي د فاع وزارت وياند ظاهر عظيمي هم ويلي وو، چې افغان سرتېرې د وسايلو او شمېر له مخې بايد د مستقيلې دفاع د مسؤليت له اخيستنې وړاندې تقويه كړاى شي تر څو (۲۰۱۴) زېږديز كال پورې افغان ځواكونه هومره قوي شوي وي چې د بهرنيو ځواكونو په نشت كې په خپله خاوره امنيت راټينګ كړي.

د پكتيا ولايتي چارواكي په داسې حال كې د امنيتي چارو د مسؤليت اخيستو د توان لرلو او د افغان ځواكونو د پياوړتيا غوښتنه كوي چې د ملي دفاع وزارت هم د بشپړ واك سپارلو تر ورستۍ مودې د ملي اردو د (۴۰۰۰۰۰) څلور سوه زره سرتېرو د درلودلو په چاره كې د نړيوالو د لاسنوي غوښتنه كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA