ads

امنيتي چارواكو د څوارلسو تنو د نيونې خبر وركړ

د ننګرهار پوليس د ناامنيو د پېښو په  تور د څوارلسو تنو او پرناچاوده توکيو  سمبال د يوه موټرسايکل د نيونې خبر ورکوي. د ننګرهار له امنيې قومندانۍ څخه کليد ته راغلې خبرپاڼه کې د امنيې قومندان  جنرال علي شاه پکتياوال له خولې ليکل شوي، چې په نيول شويو کې يوولس تنه يې و سله […]

نویسنده: TKG
5 کب 1389

د ننګرهار پوليس د ناامنيو د پېښو په  تور د څوارلسو تنو او پرناچاوده توکيو  سمبال د يوه موټرسايکل د نيونې خبر ورکوي. د ننګرهار له امنيې قومندانۍ څخه کليد ته راغلې خبرپاڼه کې د امنيې قومندان  جنرال علي شاه پکتياوال له خولې ليکل شوي، چې په نيول شويو کې يوولس تنه يې و سله وال طالبان دي، چې په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې نيول شوي دي.

د ننګرهار پوليس د ناامنيو د پېښو په  تور د څوارلسو تنو او پرناچاوده توکيو  سمبال د يوه موټرسايکل د نيونې خبر ورکوي.

د ننګرهار له امنيې قومندانۍ څخه کليد ته راغلې خبرپاڼه کې د امنيې قومندان  جنرال علي شاه پکتياوال له خولې ليکل شوي، چې په نيول شويو کې يوولس تنه يې و سله وال طالبان دي، چې په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې نيول شوي دي.

دغه راز د دوو نورو کسانو په اړه ويل شوي، چې د عثمان غني په نامه پرکابل بانک د وروستي بريد د يو ه سمبالګر ملګري دي، چې له يوه کرولا موټر سره نيول شوي او پرځان لګېدلى توريې منلى.

امنيې قومندان پکتياوال دغه راز په دې خبرپاڼه کې ويلي چې د کابل جلال اباد پرلويه لاره يې يو تن د يوه بارلرونکي کانتينر موټر د نيونې په تورنيولى.

ده همدا شان له نورو جزياتو پرته پرناچاوده توکيو سمبال د يوه موټرسايکل د نيونې هم ويلي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي،خوپخوا يې ډېرې داسې ادعاوې رد کړي دي.

پوليس چارواکي د دې نيونې خبره پرداسې مهال کوي چې د جلال اباد زړه مخابراتو څلورلاري کې پرکابل بانک د وسله والو طالبانو ډله ييز ځانمرګي بريد پردوى او ټولو امنيتي ځواکونو د يوشمېر خلکو نيوکې راپارولي او ځينو لا ان د دې پېښې غبرګون کې د ننګرهار د والي د ګوښه کېدو غوښتنه هم کړې.

خو چارواکي بياوايي ورته پېښې پلازمېنه کابل کې هم شوي او مخنيوى يې په اسانۍ سره ناشونى کاردى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA