وسله والو طالبانو د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه واخيسته. په دغه بريد كې چې وړمه ورځ د يادې ولسوالۍ په احصايې دفتر كې شوى و، نږدې ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
وسله والو طالبانو د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه واخيسته.
په دغه بريد كې چې وړمه ورځ د يادې ولسوالۍ په احصايې دفتر كې شوى و، نږدې ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د امام صاحب ولسوال محمد ايوب حقياروويل، چې د سختو ټپونو له امله يوه پوليس هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
هغه زياته کړه، چې د يوه پوليس د وژل کېدو او د احصايې د يوه مامور له ټپي کېدو پرته، د پيښې ډېرى قربانيان ملکي وګړي وو، چې د تذکرې اخېستلو لپاره دغه دفتر ته راغلي وو.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې د پېښې پړه يې پرغاړه اخيستې ادعا كړې، چې هغوى دا بريد د امام صاحب ولسوالۍ د جلب او جذب په مرکز کې ترسره کړى دى، چې په ترڅ کې يې ٣٠ تنه، چې د پوليسو په ليکو کې د شاملېدو لپاره يې نومونه ثبتول مړه او ٤٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

