په ولسي جرګه كې د هرات ولايت د خلكو استازى عبدالهادي جمشيدي نن سهار د سرحدي پوليسو لخوا ټپي شو. د هرات ولايت د ولايت شورا رييس ډاكټر عبدالظاهر فيض زاده د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخكې د هرات – تورغونډۍ په لاره رامنځته شوې.
په ولسي جرګه كې د هرات ولايت د خلكو استازى عبدالهادي جمشيدي نن سهار د سرحدي پوليسو لخوا ټپي شو.
د هرات ولايت د ولايت شورا رييس ډاكټر عبدالظاهر فيض زاده د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخكې د هرات – تورغونډۍ په لاره رامنځته شوې.
نوموړي زياته كړه، چې تر اوسه لا معلومه نه ده، چې د سرحدي پوليسو سرتېرو ولې دغه كار تر سره كړى؟
د فيض زاده د معلوماتو له مخې، يوه مرمۍ د جمشيدي په پښه لګېدلې، خو اوس يې روغتايي حالت ښه دى.
نوموړي زياته كړه، چې په دې اړه يو پلاوى ټاكل شوى، چې د پېښې پلټنه وكړي.
په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې دا پېښه د سرحدي پوليسو لخوا د عبدالهادي جمشيدي د موټر د تلاشى پرمهال رامنځته شوه.
په لويديځ كې د سرحدي پوليسو چارواكو كه څه هم له نور څه ويلو ډډه كړې، خو ويلي يې دي، چې په دې برخه كې يې د څېړنې پيل كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


