ads

د ولسي جرګې نننۍ ناسته په شخړو پاى ته ورسېده

د ولسي جرګې نننۍ ناسته د يو شمېر وکيلانو تر منځ د شخړې په رامنځته کېدو سره بې پايلې پاى ته ورسېده. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې له غړيو، د جرګې د رييس د ټاکلو پر سر روانې ستونزې ته د حل موندلو په موخه جوړ شوي کمېسيون د وړانديزونو […]

نویسنده: TKG
4 کب 1389

د ولسي جرګې نننۍ ناسته د يو شمېر وکيلانو تر منځ د شخړې په رامنځته کېدو سره بې پايلې پاى ته ورسېده. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې له غړيو، د جرګې د رييس د ټاکلو پر سر روانې ستونزې ته د حل موندلو په موخه جوړ شوي کمېسيون د وړانديزونو په اړه خبرې روانې وې.

د ولسي جرګې نننۍ ناسته د يو شمېر وکيلانو تر منځ د شخړې په رامنځته کېدو سره بې پايلې پاى ته ورسېده.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې له غړيو، د جرګې د رييس د ټاکلو پر سر روانې ستونزې ته د حل موندلو په موخه جوړ شوي کمېسيون د وړانديزونو په اړه خبرې روانې وې.

ياد شوي کمېسيون درې وړانديزونه وکړل، چې يو يې د کورنيو دندو د اصولو تعديل، بل يې موضوع د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون ته راجع کول او درېيم يې پرته له پښتون ، تاجک او هزاره څخه له  لږکيو څخه يوتن ولسي جرګې ته د مشر په توګه  ټاکل و.

په دې اړه د جرګې د غړيو تر منځ اوږدې او توندې خبرې وشوې، چې په پايله کې يې د څو تنو تر منځ د شخړې سبب شوې .

د کابل د خلکو استازي محمد محقق او د ياد شوي کمېسيون مشر غونډې ته د کمېسيون پرېکړه څرګندوله، خو د هغه د څرګندونو په منځ کې  د هلمند د خلکو استازې نسيمې نيازۍ  وويل، چې يواځې د پرېکړې پايلې دې څرګندې کړي او اوږدې خبرې دې نه کوي.

له دې وروسته د محقق او نسيمې نيازۍ ترمنځ  شخړې دوام وكړ او د محقق په ګډون ټولو هزاره وکيلانو د اعتراض په توګه د ميزونو په ډبولو پيل وکړ او وروسته له غونډې ووتل.

يادو هزاره وکيلانو وويل، چې تر هغه به غونډې ته رانه شي، چې نيازۍ په رسمي ډول له دوى څخه معذرت نه وي غوښتى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA