د ليبيا جمهور رئيس معمر قذافي په دغه هېواد كې لاريون كوونكي ترهګر وبلل او ويې ويل، چې دغه خلك غواړي له ليبيا څخه دويم افغانستان جوړ كړي، چې په پاى كې به يې يوه ورځ امريكا ونيسي.
د ليبيا جمهور رئيس معمر قذافي په دغه هېواد كې لاريون كوونكي ترهګر وبلل او ويې ويل، چې دغه خلك غواړي له ليبيا څخه دويم افغانستان جوړ كړي، چې په پاى كې به يې يوه ورځ امريكا ونيسي.
د ليبيا له دولتي ټلوېزيون له لارې ولس سره په خبرو كې نوموړي وويل، چې عام ولس دې دا راز خلك ونيسي او بې وسلې دې يې كړي.
د راپورونو له مخې د ليبيا په مركز طرابليس كې د قذافي له خبرو وروسته په سيمه كې سختې ډزې اورېدل شوي او په خلكو كې وېره خوره شوې ده.
په تېرو ۲۴ ساعتونو كې دا دويم ځل و، چې معمر قذافي د ليبيا په دولتي تلوېزيون راښكاره كېږي.
نوموړي په خپلو خبرو كې ويلي، چې دى تر مرګه خپل هېواد نه شي پرېښودى.
په همدې حال كې د ليبيا د كورنيو چارو وزير عبدالفتح يونس له خپلې دندې استعفا وركړې او وسله والو ځواكونو ته يې ويلي، چې د قذافي پرخلاف دې له لاريون كوونكو سره يو ځاى شي.
بلخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ليبيا كې د لاريون كوونكو پر ضد د معمر قذافي لخوا د ځواك استعمالو سخته غندنه كړې او ژر تر ژره يې د تاوتريخوالي د پايته رسولو غوښتنه كړې.
دغه راز يې پر دولتي چارواكو غږ كړى، چې د عام ولس د غوښتنو په پوره كولو كې دې كوښښونه وكړي.
تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو كې د ليبيا مرستيال استازي ابراهيم الدباش ويلي وو، چې دى غواړي، چې پر طرابلس د الوتكو د پورته كولو بنديز ولګول شي، ترڅو پر لاريوون كوونكو هوايي بريد ونه شي، خو وروسته د ليبيا سفير عبدالرحمان محمد شالغم د مرستيال استازي خبرې رد كړې او زياته يې كړه، چې پر لاريون كوونكو هوايي بريدونه نه دي شوي.
بلخوا عربي اتحاديې هم په ليبيا كې د لاريون كوونكو پر وړاندې د پوځي ځواك استعمالول غندلي او زياته كړې يې ده، چې دوى به ليبيا ته په اتحاديې برخه ور نه كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


