په بغلان ولايت كې د ګډو ځواكونو لخوا د نو روز په نامه څلور ورځني عمليات پاى ته ورسېدل. د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو كې د مركز بغلان په ولسوالۍ كې نږدې ۸۰ كلي له وسله والو طالبانو پاك شوي او نږدې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په بغلان ولايت كې د ګډو ځواكونو لخوا د نو روز په نامه څلور ورځني عمليات پاى ته ورسېدل.
د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو كې د مركز بغلان په ولسوالۍ كې نږدې ۸۰ كلي له وسله والو طالبانو پاك شوي او نږدې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په شمال كې د ۳۰۳ پامير زون وياند لعل محمد احمدزي په دې اړه كليد ته ويلي، چې په دې عملياتو كې ګډو ځواكونو او ملكي وګړو ته هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې او دوى دا مهال د سرك د غاړې ماينونو په خنثى كولو بوخت دي.
نوموړي وويل، چې دوى په پلان كې لري، چې تر دې پراخ عمليات د پلخمري په اړوندو سيمو كې پيل كړي.
بايد وويل شي، چې وسله والو طالبان لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځله په بغلان او كندوز كې په بېلابېلو نومونو ورته عملیات ترسره شوي، خو لا هم يادې سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه نه دي پاكې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

