ads

ايتلافي ځواكونو لخوا د ملكي مرګ ژوبلې څېړنه پيل شوه

د جمهور رييس کرزي لخوا په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د وروستۍ ولسي وژنې څېړونکى پلاوى وايي: د امنيتي ستونزو له کبله بمبار شوې سيمې ته سفرنه شي کولاى.     د جمهور رييس کرزي لخوا په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د وروستۍ ولسي وژنې څېړونکى پلاوى وايي: د امنيتي ستونزو […]

نویسنده: TKG
4 کب 1389

د جمهور رييس کرزي لخوا په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د وروستۍ ولسي وژنې څېړونکى پلاوى وايي: د امنيتي ستونزو له کبله بمبار شوې سيمې ته سفرنه شي کولاى.

 

 

د جمهور رييس کرزي لخوا په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د وروستۍ ولسي وژنې څېړونکى پلاوى وايي: د امنيتي ستونزو له کبله بمبار شوې سيمې ته سفرنه شي کولاى.

په مشرانو جرګه کې د کونړ استازى او د دې پلاوي غړي رفيع الله حيدري کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې د دې خبرې ترڅنګ وويل، چې خپلې څېړنې په مرکز اسعداباد کې ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره د ليدنو له لارې کوي.

حيدري دغه راز وويل، چې تراوسه ورته اکثرو خلکو په ايګل سيمه کې د بمبار پرمهال تر پنځوسو زيات وژل شوي ولسي خلک ښودلي او ورته يې ويلي، چې ولسي خلکو کې هم اکثره ښځې او ماشومان دي.

په مشرانو جرګه کې د کونړ دې استازي دغه راز وروستى دا بمبار په کلکه وغنده او داسې پېښې يې د ولس او حکومت ترمنځ درامنځته شوي واټن يو لوى لامل وباله.

د جمهور رييس کرزي ځانګړى پلاوي دا خبرې پرداسې مهال کوي، چې ناټو ځواکونو په ياد شوي خپلسري بمبار کې تر دېرشو د زياتو وسله والو طالبانو د وژنې دعوه کړې.

خو ځايي چارواکو،خلکو او وسله والو طالبانو ټولو رد کړې.

افغان ملي اردو له نورو جزياتو پرته وايي: پرغازي اباد پاى ته رسېدلي عمليات يې پر ابره ګل سيمې له خيبرپښتونخوا څخه راغلو نېږدې نوي عرب او چيچن جنګياليو پرضد پلان کړي وو، خو بهرنيو ځواکونو پخپل سر پکې ايګل ولسي سيمه بمبارکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA