ځايي چارواكو په كندهار كې له دولت سره د ۳۰ تنو وسله والو طالبان د يو ځاى كېدو خبر وركړ. ويل كې دا لومړى ځل دى، چې وسله وال طالبان له خپلو وسله سره دولت ته ځانونه تسليموي.
ځايي چارواكو په كندهار كې له دولت سره د ۳۰ تنو وسله والو طالبان د يو ځاى كېدو خبر وركړ.
ويل كې دا لومړى ځل دى، چې وسله وال طالبان له خپلو وسله سره دولت ته ځانونه تسليموي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، په دې اړه رسنيو ته وويل، چې دغه كسان د حاجي تور جان په نوم د طالبانو د يوه مهم قوماندان په مشرۍ له دولت سره يو ځاى شول.
نوموړي زياته كړه، چې حکومت به له تسليم شويو طالبانو سره لومړنۍ مرستې و كړي، څو دوى بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولايت کې لا د سولې د عالي شورا تشکيل نه دى اعلان شوى، چې د والي په خبره، په دې برخه کې کار روان دى او تر پوره غور او څېړنې وروسته به د سولې يوه داسې ولايتي شورا جوړوي، چې د سولې په برخه کې په رښتينې توګه کار وکړاى شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

