د نيوزيلنډ د جنوبي جزيرې په كرايسټ چرچ ښار كې د رېختر په كچه 6.3 درجې زلزله شوې، چې له كبله يې ۶۵ تنه وژل شوي او يو شمېر لا هم د ړنګو شويو ودانيو لاندې بند پاتې دي.
د نيوزيلنډ د جنوبي جزيرې په كرايسټ چرچ ښار كې د رېختر په كچه 6.3 درجې زلزله شوې، چې له كبله يې ۶۵ تنه وژل شوي او يو شمېر لا هم د ړنګو شويو ودانيو لاندې بند پاتې دي.
دغه زلزله په ځايي وخت ۱۲ او ۵۲ دقيقو شوې، چې له كبله يې هار ته ډې زيان اوښتى.
د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې، اوس هم ډېر خلك په ودانيو كې بند پاتي دي او په سيمه كې اضطراري حالت اعلان شوى دى.
ويل كېږي ، چې په دغې زلزلې كې د سيبټمبر 7.1 درجې زلزلې څخه زيات زيان اوښتى.
پر دولتي تلويزيون ښوودونكو تصويرونو كې د ښار په مركزي برخه كې څو نيمه ړنګې ودانۍ ليدل كېږي او خلك اوتر اوتر يو بل خوا منډې رامنډې وهي.
د ځايي پوليسو د معلوماتو له مخې ، د څو تنو د وژل كېدو راپور ورغلى، دوه بسونه لا هم د خاورو لاندې دي.
په ځايي تلوېيزن ښوول كېږي، چې خلك له خاورو او ړنګو شويو ودانيو څخه راوباسي، خو تر اوسه دا معلومه نه دى، چې دا خلك مړه دي كه ټپيان؟
په نيوزلنډ كې هر كال نږدې ۱۴۰۰۰ زلزلې كېږي، ، خو له دې نږدې ۲۰ زلزلې داسې وي، چې چټكتيا يې له 5.0 درجو څخه زياته وي.
تر ټولو خطرناكه زلزله په كال ۱۹۶۸ كې شوې وه، چې چټكتيا يې د رېختر په كچه 7.1 ته رسېده او په هغې كې د جنوبي جزيرې په لويديځ ساحل كې ۳ تنه وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

