د نيوياكر ټايمز د راپور له مخې د وسله والو طالبانو د منځنۍ كچې قومندانان نور له جنګه ستړي شوي او د خپلو مشرانو هغه فرمانونه چې دوى جنګ ته هڅوي نه مني.
د نيوياكر ټايمز د راپور له مخې د وسله والو طالبانو د منځنۍ كچې قومندانان نور له جنګه ستړي شوي او د خپلو مشرانو هغه فرمانونه چې دوى جنګ ته هڅوي نه مني.
يادې سرچينې د فبرورۍ په ۲۱ په يوه خپور كړي راپور كې ويلي، چې دوى د وسله والو طالبانو د منځنۍ كچې له قومندانان سره په مركو كې موندلي، چې دوى نور له جنګ څخه ستړي شوي دي.
د دغه راپور له مخې د وسله الو طالبانو مشران د افغانستان له جنوبي پولې هاخوا ناست دي او د خپلې ډلې كسان جنګ ته هڅوي، خو د طالبانو د منځنۍ كچې طالبان نور له روانې جګړې ستړي شوي او له نيويارك ټايمز سره يې په مركه كې ويلي، چې نور له جنګ سره علاقه نه لري.
په دې راپور كې د طالبانو د منځنۍ كچې د قومندانانو له خولې ليكل شوي، چې دوى له جنګه نه وېرېږي، خو د ستړيا علت يې دا دى، چې دوى د دغه روان جنګ د پايلې په اړه زړه نازړه دي او دغه پوښته كوي، چې دا جنګ به څه وخت پاى ته رسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

