ads

د ننګرهار ګمرك رييس قاچاق كې په لاس لرلو تورن شو

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان د ننګرهار   ګمرک رېس او ځينې نور چارواکي له هېواده بهر په ناقانونه ډول د اوسپنو په قاچاقولو تورنوي. مل پاسوال امين الله امرخېل وايي پرون يې پوليسو د طورخم په سرحدي پوله کې په په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان د ننګرهار   ګمرک رېس او ځينې […]

نویسنده: TKG
3 کب 1389

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان د ننګرهار   ګمرک رېس او ځينې نور چارواکي له هېواده بهر په ناقانونه ډول د اوسپنو په قاچاقولو تورنوي. مل پاسوال امين الله امرخېل وايي پرون يې پوليسو د طورخم په سرحدي پوله کې په

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان د ننګرهار   ګمرک رېس او ځينې نور چارواکي له هېواده بهر په ناقانونه ډول د اوسپنو په قاچاقولو تورنوي.

مل پاسوال امين الله امرخېل وايي پرون يې پوليسو د طورخم په سرحدي پوله کې په پينځو موټرو بارسلګونه ټنه کباړهغه اوسپنه نيولې چې د ده په دعوه د ننګرهار ګمرک رېس او يوشمېر نور خلک چې ده يې نومونه وانخېستل،غوښتل پاکستان ته يې ولېږدوي.

قومندان امرخېل داهم وويل چې د ننګرهار امنيې قومنداني په دې قاچاق کې د چارواکو د لاس لرلو له امله دغه پېښه نه ثبتوي.

بلخوا:د ننګرهار ګمرک رېس احسان الله کاموال بياکليد سره خبرو کې د سرحدي پوليسو د قومندان د خبرو په ردولو سره سرحدي پوليس تورن کړل چې دوى په قاچاق کې ښکېل دي.

ګمرک رېس دا ادعاهم وکړه چې په دې اړه اسناد لري او ژر به يې په ډاګه کړي.

هڅه مو وکړه چې د ننګرهارد امنيې قومندان نظر هم په دې اړه ولرو خو هغه د وخت نه لرلو په نامه له خبرو ډډه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA