ads

د افغانستان او پاکستان رسنیو د خبرو اترو کنفرانس په بري ترسره شو

کابل- افغانستان: کلید ګروپ(TKG)، د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) او له رسنیو د ملاتړ نړیواله موسسې (IMS) د افغانستان او پاکستان رسنیو د جګپوړیو مسوولینو ترمنځ د خبرو اترو کنفرانس ترسره کړ. کابل- افغانستان: کلید ګروپ(TKG)، د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) او له رسنیو د ملاتړ نړیواله موسسې (IMS) […]

نویسنده: TKG
3 کب 1389

کابل- افغانستان: کلید ګروپ(TKG)، د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) او له رسنیو د ملاتړ نړیواله موسسې (IMS) د افغانستان او پاکستان رسنیو د جګپوړیو مسوولینو ترمنځ د خبرو اترو کنفرانس ترسره کړ.

کابل- افغانستان: کلید ګروپ(TKG)، د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) او له رسنیو د ملاتړ نړیواله موسسې (IMS) د افغانستان او پاکستان رسنیو د جګپوړیو مسوولینو ترمنځ د خبرو اترو کنفرانس ترسره کړ.

دا کنفرانس د دوشنبې او سه شنبې ( د فبرورۍ په ۲۱مه او ۲۲مه) په ورځو د کابل په انټر کانتیننټال هوټل کې جوړ شوی و. په دغه کنفرانس کې د دواړو هېوادونو پېژندل شویو ژورنالیستانو او د رسنیو شخصیتونو، ګډون درلود.

دا کنفرانس په خپل ډول لومړنی کنفرانس و چې د کرښې د دواړو غاړو د ژورنالیستانو ترمنځ یې د همکارۍ، ستونزو او خنډونو په اړه د نظریو د تبادلې زمینه برابره او د حل لارو او د ګډو رسنیزو موخو او زیاتې همکارۍ د خبرو اترو لپاره یې فرصت رامنځته کړ.

د کنفرانس جوړوونکو او په دغه کنفرانس کې ګډونکوونکو، د ستونزو، فرصتونو، معیارونو او د دواړو هېوادونو د رسنیو ترمنځ د همکاریو پر لارو چارو خبرې اترې او بحثونه وکړل.

دا کنفرانس د یوه درې کلن پروګرام لومړنی ګام دی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو د ژورنالیستانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د قوي رابطې او همکارۍ پراختیا او هڅونه ده.

د دې کنفرانس په پرانست غونډه کې د جمهور رئیس کرزي پیغام د ښاغلي احمد ضیا سیامک هروي له لوري واورول شو او ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین دین محمد مبارز راشدي، له دغه نوښته هرکلی وکړ او ژمن شو چې له دې پروژې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین هم د کنفرانس په دوهمه ورځ وینا وکړه او ویې ویل چې د افغانستان خلک او دولت تل په بېلابېلو سطحو کې له پاکستان سره د ښو اړیکو هیله من پاتې شوي.

دا درې کلن پروګرام د دواړو هېوادونو د رسنیو د همکارۍ د آسانتیا لپاره د زده کړې فرصتونه، مالي امکانات او د پېچلو سرحدي مسئلو د رپوټ ورکولو زمینه برابروي. دا پروسه به د یوه بورډ له لوري چې ۱۴ تنه غړي لري، رهبري شي. مشورتي بورډ به د زده کړې لپاره په پروګرام کې ګډونکوونکي وټاکي.

دې کنفرانس په لومړي ځل د کرښې د دواړو غاړو د رسنیو د لسګونو مطرحو شخصیتونو د راټولېدو زمینه برابره کړه.

د کنفرانس ګډونکوونکي په اجماع د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او د اړیکو د تقویې او پراختیا غوښتونکي شول.

د سازمان مخینه:

1. د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت(PIPS) خپواک څېړنیز بنسټ دی چې د سولې او امنیت په برخه کې کار کوي. د دغه بنسټ فعالیتونه متنوع دي او ډېری وخت پر څېړنې، شننې او پالیسۍ جوړونې راڅرخي. دا موسسه دم ګړمۍ پر شپږو پراخو موضوعاتو کار کوي چې عبارت دي له بنسټ پالڼې، تاوتریخوالي او تروریزم، رسنۍ، بشري حقونه او ډموکراسي، سیمه ییز ستراتیژیک مسایل، منازعې، ستراتیژیکې اقتصادي، نړیوالې اړیکې او بهرنۍ سیاسي مسئلې.

2. له رسنیو د ملاتړ نړیواله ټولنه (IMS) خپلواک نادولتي بنسټ دی چې مرکزي دفتر یې په کوپنهاګ کې موقعیت لري او د ډنمارک، ناروي او سویډن د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري تمویلېږي.

3. کلید ګروپ: د کلید ګروپ راډیويي شبکه په ټول افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده. د کلید ګروپ د راډیو چینلونه د کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار، هرات، غزني او خوست په ولایتونو کې فعال دي. همدارنګه کلید ګروپ په ۲۰۱۰ کال په کابل کې د راګ موسیقۍ راډیو استیشن فعال کړ. د کلید راډیو خپرونې عامه منځپاڼګه لري. فرهنګي، سیاسي، پراختیايي، تعلیمي، خبري، تفریحي مطالب او موسیقي، له ۱۱ ملیونه زیاتو اورېدونکو ته په ټول افغانستان کې خپروي. د کلید راډیو د عامه ګټو خپرونې، اعلانونه او تولیدي خپرونې، سیمه ییزو او تازه په تازه په پښو درېدلو راډیوګانو ته په ټول افغانستان کې استول کېږي، څو د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم ترې برخمن شي. کلید ګروپ د افغانستان په کچه د دوو ډېرو خپرېدونکو خپلواکو اوونیزو د چاپ ویاړ هم لري. د کلید او مرسل په نوم د ښځو ځانګړې اوونیزه په لوړ تیراژ د هېواد په ګوټ ګوټ کې وېشل کېږي. دا دواړه اوونیزې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د موندنې دي او د سواد د زده کړې او عامه پوهاوي په برخه کې د افغانستان د ملت لپاره ارزښتناکې وسیلې شمېرل کېږي. د کتابتونونو او د چاپي خپرونو د پلور د دفترونو کمښت د افغانستان په کچه د کلید او مرسل اوونیز اهمیت نور هم زیات کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA