ځايي چارواكي وايي، چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ځانمرگي بريد ۷۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د امام صاحب ولسوال محمد ايوب حقيار رسنيو ته وويل، چې بريد نن شاوخوا ١٢بجې د دې ولسوالۍ د احصايې په دفتر کې رامنځته شوى.

هغه زياته کړه، چې بريد کونکى پلى و او هغه مهال يې په ځان پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته، چې په ځان پورې يې تړلي وو چاودنه وركړه، چې خلک ياد دفتر ته د تذکرو اخسېتلو لپاره راغلي وو.
حقيار زياته کړه، چې په دې پيښه کې نږدې ۳۱ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ټپيان دي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او ښايي د مړيو په شمېر كې ډېروالى راشي.
د دغه برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او په اړه يې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د ټیلفون له لارې ویلي، چې یاد برید د دوی یو تن ملګري محمد داود، چې د لوګر ولایت اوسیدونکى و ترسره کړې دی.
طالب ویاند وایي، چې د دوى بریدګر ملګري د محلې پولیسو د جلب او جذب مرکز په نښه کړې، چې د هغه په خبره په یاد برید کې يې ۳۰ تنه پولیسو وژلې او تر ۴۲ یی زیات ټپیان کړي دي.
طالب ویاند د ملګي وکړو مرګ ژوبله ردوي او زیاتوي، چې د محلې پولیسو د جلب او جذب مرکز کې ېې برید ترسره کړى او په برید کې ټول پولیس وژل شوي، خو مسوولین بیا وايې، چې د پېښې ټول قربانیان عام خلک دي.