د ننګرهار چارواکي په جلال اباد کې د کابل بانک پر يوه دفتر د تر سره شوي ځانمرګي بريد په سمبالګرو پسې د پراخو چاڼيزو عملياتو او پکې د يوه ژوندي پاتې بريدګر او په تور يې د څو نورو کسانو د نيونې خبر ورکوي.
د ننګرهار چارواکي په جلال اباد کې د کابل بانک پر يوه دفتر د تر سره شوي ځانمرګي بريد په سمبالګرو پسې د پراخو چاڼيزو عملياتو او پکې د يوه ژوندي پاتې بريدګر او په تور يې د څو نورو کسانو د نيونې خبر ورکوي.
دوى په يوه خبري ناسته کې د زر عجم په نامه د پاکستان د شمالي وزيرستان يو استوګن خبريالانو ته وښود او ويې ويل دى ترپېښې وروسته د تېښتې پرمهال پوليسو نيولى.
نيول شوي تن د دې خبرې په پخلي سره وويل، چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتوالي په نامه ځانمرګي بريد ته هڅولى او تربريد درې شپې وړاندې يې د تورخم له لارې جلال اباد ته راوستى و.
ده ويل، د بريد لپاره يې د ملي اردو له جامو ګټه اخېستې وه او يو بل پاکستانى يې هم د بريد پرمهال ملګرى و.
د ننګرهار والي ګل آغاشېرزي وويل: د ده راوستونکى هم نيول شوى او اوس ترې پلټنې روانې دي.
والي دغه راز د بريد ګرو شمېراووه تنه وښود او ويې ويل،درې پکې پاکستانيان او پاتې د ننګرهار،کونړ او يوشمېر نورو ولايتونو استوګن وو.
شېرزي زياته کړه، چې د بريد د سمبالښت په تور د ننګرهار په خالص فاميليو او سره رود ترڅنګ په لغمان کې هم د عملياتو پرمهال يوشمېرکسان نيول شوي.
د ننګرهار والي په پرونۍ پېښه کې وژل شوي ټول کسان څلوېښت تنه وښودل او ويې ويل،پينځه دېرش يې افغان امنيتي ځواکونه دي.
د ټپيانو شمېر ده اته اوياتنه وښوده او ويې ويل،دې کې هم اکثره نظامي کسان دي.
د وړمې ورځې دې پېښې مسؤليت، چې وسله والو طالبانو اخېستى،پکې يوشمېر ولسي خلکو ته هم مرګ،ژوبله اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

