ناټو ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري پر کور هوايي بريد کړى او هغه يې له مېرمنې او څلورو ماشومانو سره وژلى دى. دغه پېښه تېره شپه په يوولسو بجو د خوګياڼو ولسوالۍ د قيلغو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ناټو ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري پر کور هوايي بريد کړى او هغه يې له مېرمنې او څلورو ماشومانو سره وژلى دى.
دغه پېښه تېره شپه په يوولسو بجو د خوګياڼو ولسوالۍ د قيلغو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن د پېښې پخلى كړى او په دې اړه يې رسنيو ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو د ولسوالۍ په پنځه کيلو مترۍ کې پر دريو ماين ښخوونکيو هوايي بريد کړى او درې واړه يې وژلي دي.
هغه زياته کړه چې د دې عملياتو پر مهال سهواً بمونه د پتنګ په نامه د ملي اردو د دغه سرتېري پر کور غورځېدلي، چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، پتنګ د خوګياڼو ولسوالۍ په مرکز کې د ملي اردو په قرار ګاه کې د عسکر په توګه دنده ترسره کوله.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې په دې اړه يې پلټنې پيل كړې دي
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د بهرنيو ځواکونو لخوا د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې لړۍ پيل شوې ده.
څو ورځې دمخه په كونړ كې هم د يادو ځواكونو په هوايي بمبار كې تر ۶۰ زياتو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

