د پاكستان په جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۴ وسله وال مړه او ۳ نور ټپيان شول. دغه بريد بېګا شپه نږدې يوه بجه د جنوبي وزيريستان په مركز واڼا كې رامنځته شوى.
د پاكستان په جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۴ وسله وال مړه او ۳ نور ټپيان شول.
دغه بريد بېګا شپه نږدې يوه بجه د جنوبي وزيريستان په مركز واڼا كې رامنځته شوى.
ځايي چارواكو د پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي، چې بريد د واڼا څخه نږدې ۱۵ كيلو متره لرې لويديځ لور ته افغان پولې ته څېرمه د عزم ورسك په كژه پنګا سيمه كې پر يوه كور د دوو مزايلو پر مټ شوى، چې په ترڅ كې يې د كور درې كوټې په مكمل ډول له منځه تللي.
د چارواكو په وينا، په بريد كې وژل شوي او ټپيان پنجابي طالبان دي او ځايي طالبانو يې مړي او ټپيان نا معلوم لوري ته له ځان سره وړي دي.
په كوم ځاى چې بريد شوى، دا سيمه افغان پولې ته څېرمه پرته ده او په افغانستان كې د طالبانو د نظام د رانسكورېدو وروسته په ۲۰۰۳ ميلادي كال كې په لومړي ځل په دې سيمه كې پاكستاني پوځ د طالبانو او القاعدې پر وړاندې عمليات ترسره كړي وو.
په پاكستان كې په دې وروستيو اونيو كې د امريكا د بې پيلوته الوتكو بريدونو كې كمښت راغلى او دغه بريد په څلورو اونيو كې لومړى هغه و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

