د پولې دواړو غاړو ژورناليستانو ترمنځ د خبرو اترو د تبادلې دوه ورځنى كنفرانس نن په كابل كې پرانستل شو. په دې كنفرانس كې، چې د كابل په انټر كانټيننټل هوټل كې جوړ شوى پر افغان خبريالانو سربيره يوويشتو پاكستانيو ژورناليساتو هم برخه اخيستې.
د پولې د دواړو غاړو د ژورناليستانو ترمنځ د خبرو اترو د تبادلې دوه ورځنى كنفرانس نن په كابل كې پرانستل شو.
په دغه كنفرانس كې، چې د كابل په انټر كانټيننټل هوټل كې جوړ شوى په افغان خبريالانو سربيره يو ويشتو پاكستانيو ژورناليساتو هم برخه اخيستې.
دغه كنفرانس د كليد ګروپ په نوښت د ناروې او ډنمارك هېوادونو په مالي لګښت پر لاره اچول شوى دى.
د دغه كنفرانس موخه د دواړو هېوادونو د ژورنالستانو ترمنځ د اړيكو پراخوالى دى، چې د كنفرانس په ترڅ كې به پرې بحث وشي.
د غه كنفرانس به سبا ته هم ادامه ولري.
په اړه به يې نور جزيات وروسته پر ليكه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


