ads

بادغيس كې ۲۱ تنه وسله وال طالبان له دولت سره يو ځاى شول

ځايي چارواكي وايي، چې په بادغيس ولايت كې يوويشت وسله وال طالبان نن د سولې له پروسې سره يوځاى شول. دغه كسان د مولوي اسفنديار په مشرۍ د بادغيس په قاديس ولسوالۍ كې د ملي امنيت ادارې ته تسليم شوي دي. ځايي چارواكي وايي، چې په بادغيس ولايت كې يوويشت وسله وال طالبان نن د […]

نویسنده: TKG
2 کب 1389

ځايي چارواكي وايي، چې په بادغيس ولايت كې يوويشت وسله وال طالبان نن د سولې له پروسې سره يوځاى شول. دغه كسان د مولوي اسفنديار په مشرۍ د بادغيس په قاديس ولسوالۍ كې د ملي امنيت ادارې ته تسليم شوي دي.

ځايي چارواكي وايي، چې په بادغيس ولايت كې يوويشت وسله وال طالبان نن د سولې له پروسې سره يوځاى شول.

دغه كسان د مولوي اسفنديار په مشرۍ د بادغيس په قاديس ولسوالۍ كې د ملي امنيت ادارې ته تسليم شوي دي.

د بادغيس مرستيال والي عبدالغني صابر په دې اړه كليد ته وويل، چې دغو كسانو له ځانه سره وسلې او مهمات هم د سولې پروسې ته تسليم كړي دي.

نوموړي زياته كړه، چې دغو كسانو د قومي سپين ږيرو په منځګړيتوب له جنګ جګړې څخه لاس اخيستى او د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د دغو كسانو په تسليمېدو سره به په قاديس ولسوالۍ كې امنيت له ښه شي.

د روان كال په پيله تر دې دمه په يادې ولسوالۍ كې دا پنځم ځل دى، چې وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA