ads

ايساف ځواكونو د خپل يوه سرتېري د وژل كېدو خبر وركړ

ايساف ځواکونو د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې د افغانستان په جنوب كې د خپل يوه سرتېري د وژل كېدو خبر وركړ. سرچينې زياته كړې، چې دغه سرتېرى يې پرون د يوې بمي چاودنې په ترڅ كې وژل شوى دى. ايساف ځواکونو د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې د افغانستان په جنوب كې […]

نویسنده: TKG
2 کب 1389

ايساف ځواکونو د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې د افغانستان په جنوب كې د خپل يوه سرتېري د وژل كېدو خبر وركړ. سرچينې زياته كړې، چې دغه سرتېرى يې پرون د يوې بمي چاودنې په ترڅ كې وژل شوى دى.

ايساف ځواکونو د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې د افغانستان په جنوب كې د خپل يوه سرتېري د وژل كېدو خبر وركړ.

سرچينې زياته كړې، چې دغه سرتېرى يې پرون د يوې بمي چاودنې په ترڅ كې وژل شوى دى.

كه څه هم يادو ځواكونو د وژل شوي سرتېري هويت او د وژل كېدو كره ځاى يې نه دى په ډاګه كړى. خو بايد وويل شي، چې په جنوب كې ډېرى امريكايي ، كاناډايي، بريتانوي او ډنماركي سرتېري مېشت دي.

په دې سره په روان كال كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره نږدې پنځوسو ته ورسېده.

په تېر ميلادي كال كې په افغانستان کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو، چې ډېرى هغه يې امريكايان وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA