ads

ايتلافي ځواكونو ملكي خلكو ته مرګ ژوبله واړوله

په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان وايي: ايتلافي ځواکونو پخپل سر د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو بمبار کړى او دا د هغه ګډ پلان خلاف کار دى، چې لا له وړاندې دغلته د عملياتو لپاره چمتو شوى و. په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان وايي: ايتلافي […]

نویسنده: TKG
2 کب 1389

په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان وايي: ايتلافي ځواکونو پخپل سر د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو بمبار کړى او دا د هغه ګډ پلان خلاف کار دى، چې لا له وړاندې دغلته د عملياتو لپاره چمتو شوى و.

په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان وايي: ايتلافي ځواکونو پخپل سر د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو بمبار کړى او دا د هغه ګډ پلان خلاف کار دى، چې لا له وړاندې دغلته د عملياتو لپاره چمتو شوى و.

بريد جنرال محمد افضل، چې کليد سره يې په يوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې، له نورو جزياتو پرته د تېرې شپې پر يوولس نېمو بجو د ګډو تصفيوي عملياتو د پاى ته رسېدو خبر هم  ورکړ.

جنرال افضل زياته کړه،څلور شپې مخکې د پلان له  مخې دې لپاره د غازي اباد پر ابره ګل درې عمليات پيل شول، چې په وينايې دغلته د خيبر پښتونخوا پر باجوړ د پاکستاني پوځ تر عملياتو وروسته نږدې نوي عرب او چينچن جنګيالي راغلي وو.

د قومندان په وينا: ايتلاف ورسره هغه بمبار کې همغږي نه لرله، چې وايي، ولسي خلک پکې وژل شوي.

دى د بمبار شوې  سيمې په اړه وايي، چې د عملياتو لپاره له پلان شوې سيمې ډېره لرې ده.

يو شمېر ځايي خلکو کليد ته په سيمه کې د عمليات کوونکو ځواکونو له لاسه له څو ورځو راهيسې د خپلو مړو د نه خښيدو او روغتونونو ته د ټپيانو د نه لېږدول کېدو له ستونزې شکايتونه کړي.

خو د ملي اردو قومندان وايي،خلکو ته لارې پرانېستل شوي او داسې څه ستونزه نشته.

خلکو کليد ته تر درې پنځوسو د زياتو ولسي خلکو د وژل کېدو او ترڅلوېښتو د نورو د ټپي کېدو ويلي، خو کونړ والي پرون ويلي، چې څلورشپېته ولسي وګړي د ديارلسو وسله والو طالبانو ترڅنګ وژل شوي.

طالبانو بياد دې خبرې په رد سره ويلي چې اوياوو پورې ولسي وګړي ايتلافي ځواکونو وژلي، خو ايتلافي ځواکونه لا دعوه لري، چې ولسي خلک نه؛ بلکې تر دېرشو زيات وسله وال طالبان يې وژلي.

په  ورته وخت کې ولسمشر کرزي د خپل سلاکارشهزاده مسعود په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده ورکړې، چې د غازي اباد پېښه له نېږدې وڅېړي.

غازي اباد له کونړه نورستان ته پرغځېدلې لويې لارې پرته هغه ناامنه  ولسوالي ده، چې د چارواکو په وينا: په رڼا ورځ پکې وسله والو طالبانو د ايتلافي او افغان ځواکونو اکمالاتي كاروانونه لوټلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA