د کندز ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې دوی د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه موندلې ده. دغه وسلې او مهمات، چی په کې درنې او سپکې وسلې شاملې دي تېره ورځ د چهاردرې ولسوالۍ د عین المجر په سیمه كې د قاری شعیب په قرارګاه کی د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د کندز ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې دوی د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه موندلې ده.
دغه وسلې او مهمات، چی په کې درنې او سپکې وسلې شاملې دي تېره ورځ د چهاردرې ولسوالۍ د عین المجر په سیمه كې د قاری شعیب په قرارګاه کی د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
ویل کیږي، چې د دغو مهماتو د ځای پرځای کولو په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو پلټنې روانې دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمرمحمد جلات نن رسنیو ته وویل، چی قاری شعیب په نوموړې سیمه کې د وسله والو مخالفینو د نامتو قوماندانانو له ډلې څخه دی، چې تر اوسه پولیس د هغه په نیولو نه دي بریالي شوي.
ده زیاته کړه، چې وسله والو مخالفینوغوښتل د دغو مهماتو پر مټ یو ځل بیا په سیمه کې ورانكاري عملونه تر سره او ناامني رامنځته كړي، خو وړاندې تر دې، چې خپلې موخې ته ورسېږي د پولیسو لخوا کشف او ترلاسه شول.
هغه زیاته کړه: وروسته له دې، چې امنیتي ځواکونو د چهار درې ولسوالۍ ټولې سیمې په بشپړه توګه د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړې، دوی په تصفیه شویو سیمو کې د وسله د زېرمو د موندلو لړۍ پیل کړې ده، چې تر دې دمه یې ډېرې وسلې او مهمات ترلاسه کړی دي.
كه څه هم امنیتی ځواکونه ادعا كوي، چې د چهار درې ولسوالۍ اړوندې ټولې سیمې يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي، خو په دغه ولسوالۍ كې بمي چاودنې او نښتې د وسله والو طالبانو د شتون څرګندوي كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

