ads

په جلال اباد ښار كې د پرونيو چاودنو درنه مرگ ژوبله

په جلال اباد کې د کابل بانک پريوه دفتر د وسله والو طالبانو په پروني ډله ييز ځانمرګي بريد او چاودنو کې د وژل شويو شمېر روغتيايي چارواکي څلوېښت تنو ته لوړشوى ګڼي او وايي ټپيان هم اويا تنه شاوخوا دي. په جلال اباد کې د کابل بانک پريوه دفتر د وسله والو طالبانو په […]

نویسنده: TKG
1 کب 1389

په جلال اباد کې د کابل بانک پريوه دفتر د وسله والو طالبانو په پروني ډله ييز ځانمرګي بريد او چاودنو کې د وژل شويو شمېر روغتيايي چارواکي څلوېښت تنو ته لوړشوى ګڼي او وايي ټپيان هم اويا تنه شاوخوا دي.

په جلال اباد کې د کابل بانک پريوه دفتر د وسله والو طالبانو په پروني ډله ييز ځانمرګي بريد او چاودنو کې د وژل شويو شمېر روغتيايي چارواکي څلوېښت تنو ته لوړشوى ګڼي او وايي ټپيان هم اويا تنه شاوخوا دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر ډاکټر سيف الرحمان ابراهيم خېل کليد ته وويل، چې په وژل شويو او ټپيانو کې ولسي خلک او امنيتي ځواکونه دواړه شامل دي، خو د بېلې، بېلې شمېرې او ټپيانو روغتيا په اړه يې څه و نه ويل.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى بيا،چې  پېښه کې د دوه اويا تنو د ټپي کېدو پخلى کوي، وايي: د وژل شويو شمېر ښايي دېرشو تنو ته پورته شي.

عبدالزى هم د ولسي او پوځي خلکو د زيان جلا،جلاشمېرنه ښيي.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل کليد ته ومنله، چې د دوى لس سرتېري هم پرونيو پېښو برسېرن ټپيان کړي.

پرونۍ پېښې، چې د غرمې پر يوولس نېمو بجوپيل او تر نېږدې ماښامه  وغځېدې،عيني شاهدانو پکې د برخوالو ځانمرګو بريدګرو شمېره اوه تنه ښوده.

د والي وياند هم دا شمېر مني او وايي: دوو بريدګرو د دې ترڅنګ، چې ورسره د لاسي بمونو په چولوسره نور خلک وژلي، خپل ځانونه هم وژلي، خو پينځه نور يې امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا، چې پېښه کې د پينځلسو ولسي خلکو د ټپي کېدو ترڅنګ د نهه دېرشو امنيتي ځواکونو د وژنې پخلى کوي، وايي: کابل بانک ته يې درې ځانمرګي ملګري ننوتي وو، چې دوو يې ځانونو پورې تړلي ناچاوده توکي وچول او درېيم چې د دوى مشر و، د پېښې له ځايه بېر ته ژوندى وتى.

طالب وياند د ځينو عيني شاهدانو دا خبره هم نه ردوي چې ګوندې بريدګر به د پوليسو جامو کې بانک ته ننوتي وي.

وېل کېږي پېښه هغه مهال وشوه، چې ګڼ امنيتي سرتېري په معاشونو پسې د بانک ودانۍ ته ننوتي وو.

د وسله والو طالبانو وياند هم دا خبره مني.

د ځينو نورو عيني شاهدانو وينا دا ده، چې يوشمېر خلک له دې امله هم ټپيان شول، چې د بانک له څو پوړيزې ودانۍ يې لاندې خوندي سيمو ته ځانونه وغورځول.

د پرونيو پېښو پرمهال دوه چاودنې هم وشوې. لومړنۍ، چې ډېره درنه او پوليسو ته زيان اړونکې وه، پرڅرنګوالي يې چارواکو څه نه دي ويلي ، خو طالب وياند وايي: يوه ريکشه کې يې د ځاى، پرځاى کړيو ناچاوده توکو پر مټ رامنځته کړې.

دې پېښه کې امنيه قومندان علي شاه پکتياوال برسېرن او مرستيال يې اميرخان لېوال سخت ټپي شوى.

د لېوال په اړه وېل کېږي، چې د درملنې لپاره باګرام ته د بهرنيو ځواکونو تر ټولو لويې پوځي اډې ته وړل شوى.

يوشمېر عيني شاهدان او خلک د ډېرې مرګ، ژوبلې پړه پر بهرنيو او افغان هغو ځواکونو اچوي، چې د پېښې پرمهال يې د بانک پرودانۍ د ټانګونو او سپکو وسلو ډزې کولې.

چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو وايي د امنيتي پلان له مخې يې د وضعې د بېر ته عادي کولو کوښښ پيل کړى.

د جلال اباد زړه کې د پېښې ځاى، چې د ننګرهار د والي استوګنځاى ته په څو مترۍ کې د ښاروالۍ مخې ته د  مخابراتو رياست په ګاونډ کې دى، لا د پوليسو په و لکه کې دى او د ولسي خلکو پرمخ پکې د تګ،راتګ لاره تړل شوې.

ننګرهار چې څوځله پخوا هم پر هوايي ډګر يې د داسې ډله ييزو ځانمرګو بريدونو شاهد و، پرونۍ پېښه پکې له ډېر کله او ځانګړي ډول تېرو نهو، لسو کلونو کې بېسارې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA