د كورنيو چارو وزارت چارواكي په تېره اونۍ كې د عمومي تلفاتو د ډېروالي خبر وركوي. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري ديكشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې د اونۍ د امنيتي رپوټ
د كورنيو چارو وزارت چارواكي په تېره اونۍ كې د عمومي تلفاتو د ډېروالي خبر وركوي.
د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري ديكشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې د اونۍ د امنيتي رپوټ د وړاندې كولو پرمهال خبريالانو ته وويل: په تيره اونۍ كې 68 تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي،13 تنه ټپيان او 152 تنه ژوندي نيول شوي دي.
همداراز 40 تنه ملكي وګړي وژل شوي،105 تنه ټپيان شوي او په تېره اونۍ كې 36 تنه پوليس وژل شوي او 46 تنه نور ټپيان شوي دي،چې دوړمې اونۍ په پرتله د دولت د وسله والو مخالفينو په تلفاتو كې 25 سلنه، د ملكي وګړو په تلفاتو كې 24 سلنه او دپوليسو په تلفاتو كې 13 سلنه ډيروالى ترسترګو كيږي.
همداراز بشري وويل: په تېره اونۍ كې د هېواد په كچه 92 جرمي او جنائي پېښې رامنځ ته شوې دي، چې له دې جملې څخه يې 52 پېښې د پوليسو په وسيله كشف او په تور يې 91 تنه شكمن كسان نيول شوي دي، چې د وړمې اونۍ په پرتله د جرمي پېښو په رامنځ ته كيدو كې 8 سلنه لږوالى راغلى دى.
د كورنيو چارو وياند همدارنګه د مخدره موادو سره په مبارزه كې د ښو لاسته راوړنو خبر هم وركړ او وويل يې، چې د دوى پوليسو په تېرو اوو ورځو كې 5995 كيلو ګرامه مخدره مواد كشف او له منځه وړي دي، چې د دې موادو ډيرى يې له ننګرهار،هلمند، كندهار او كابل څخه ترلاسه شوي او د دې مخدره موادو په كار وبار كې د لاس لرلو په تړاوو يې 13 تنه شكمن كسان هم نيولي دي، دده په خبره د كورنيو چارو امنيتي كاركونكو په تېره اونۍ كې په كابل ښار كې د 874 عراده موټرو تورې شيشې هم پاكې كړې دي.
په همدې حال كې زمري بشري د شنبې د ورځې د حملې په اړه، چې په ننګرهار كې د كابل بانك په نمايندګۍ شوې وه وويل:چې په دې حمله كې 5 تنو ځانمرګو بريد كونكو ونډه درلوده، چې 4 تنه يې ووژل شول او يو يې ژوندى ونيول شو.
د بشري په خبره: په دې حمله كې د امنيتي ځواكونو په شمول 38 تنه ملكي وګړي ووژل شول او 71 تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د چارواكو په وينا: په دې ورستيو كې د مخالفينو حملې كمې شوي دي، خو په شاوخوا يوه مياشت كې دا په كابل بانك باندې په كابل او ننګرهاركې څوومه حمله ده، چې په غيرې دولتي ځايونو باندې كيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

