ايراني رسنيو د تېر اكتوبر په مياشت كې د نيول شويو دوو جرمني ژورنالستانو د خوشې كېدو خبر وركړ. دغه ژورنالستان هغه مهال د ايراني امنيتي ځواكونو لخوا ونيول شول، چې غوښتل يې په سنګسار د محكوم شوې مېرمنې سكينه محمدي اشتياني له زوى سره مركه وكړي.
ايراني رسنيو د تېر اكتوبر په مياشت كې د نيول شويو دوو جرمني ژورنالستانو د خوشې كېدو خبر وركړ.
دغه ژورنالستان هغه مهال د ايراني امنيتي ځواكونو لخوا ونيول شول، چې غوښتل يې په سنګسار د محكوم شوې مېرمنې سكينه محمدي اشتياني له زوى سره مركه وكړي.
دغو نيول شويو ماركس هيلوګ او جينس كوچ دواړو ژورنالستانو د جرمني ( ِبلډ) اخبار لپاره كار كاوه او دوى ته د ۲۰ مياشتو سزا اورول شوې وه.
د ايران د اسنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې، دوى د جرمانې د اداكولو په بدل كې خوشې شوي دي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند په دې اړه ويلي، چې دغه كسان په تبرېز كې بنديان وو، خو په ايران كې جرمني ډيپلوماټان له دوى سره په اړيكه كې وو او وروسته له خوشې كېدو اوس دوى په تهران كې دي.
د يادونې وړ ده، چې سكينه اشتياني ته د ۲۰۰۶ ميلادي كال په مۍ مياشت كې يوې ايرانۍ محكمې دا د خپل خاوند له مړينې وروسته له دوو سړيو سره په ناروا اړيكو تورنه كړې وه او هغې ته يې د ۹۰ كروړو ايراني تومنو ادا كولو سزا اورولې وه.
بلخوا د همدې كال په سپټمبر كې په دې اړه يوې بلې محكمې هم د اشتياني د ناروا جنسي اړيكو په اړه قضيه پيل كړه، دغې محكمې ويل، چې اشتياني د خاوند په ژوند له دغو كسانو سره ناروا اړيكې درلودې.
اشتياني په دې اړه خبرې هم كړې وې، خو وروسته يې خپلې خبرې رد كړې او ويل يې چې دغه خبرې يې پرې د راوړل شوي فيشار په ترڅ كې كړې وې.
دې محكمې اشتياني ته د مېړه په شتون كې د ناروا اړيكو پاللو په تور د سنګسار سزا اورولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

