ads

پكتيا:كليوال له وسله والو غلو سره يو ساعت وجنګېدل

  د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې تېره شپه د ولسي خلكو او وسله والو غلو تر منځ يو ساعته  نښته شوې، چې په اړه يې تر دې دمه چارواكو رسنيو ته معلومات نه دي وركړي.   د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې تېره شپه د ولسي خلكو او وسله والو غلو تر منځ يو […]

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1389

 

د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې تېره شپه د ولسي خلكو او وسله والو غلو تر منځ يو ساعته  نښته شوې، چې په اړه يې تر دې دمه چارواكو رسنيو ته معلومات نه دي وركړي.

 

د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې تېره شپه د ولسي خلكو او وسله والو غلو تر منځ يو ساعته  نښته شوې، چې په اړه يې تر دې دمه چارواكو رسنيو ته معلومات نه دي وركړي.

 

د زرمت ولسوالۍ اوسيدونكي وايې چې د دوئ لوري ته كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي خو په وينا يې د غلو له ډلې معلومات نه لري.

د سرچېنې په وينا له وسله والو غلو سره يې د سهاكو په سيمه كې هغه مهال په ټوپكو ډزې پيل كړې چې كله نهو تنو غلو د يو دوكان نه د غلا تابيا نيوله.

دوئ وايې چې غلو د افغان ملي اردو جامې او توري خولۍ اغوستې وې، ټوپكې يې په اوږو او ځانونه يې د سيمې وسله وال طالبان بلل خو دوئ وايې چې دا د وسله والو طالبانو ډله نه بلكې د وسله والو غلو ډله ده چې په دې ورستيو كې يې د دې ولسوالۍ په كليو او بانډو كې شوكو ته ملا تړلې.

د سيمې اوسيدونكي دا هم وايې چې د غلو دې ډلې شپه وړاندې له يو كور نه كالي او نور كورني توكي غلا كړي او كوروالا يې تړلي او وهلي وو.

ځايې امنيتي چارواكي د دې نښتې په اړه معلومات نه وركوي خو وايې چې دوه ورځې وړاندې د ؤلسي خلكو له خوا درې تنه ټوپكوال نيول شوي او د ملي اردو ځواكونوته سپارل شويدي دوئ وايې په دې اړه يې پلټنې پيل كړې دي تر څو معلومه كړي نيول شوي غله او كه كومه بله وسله واله ډله ده چې سيمه يې نا ارامه كړې.

زرمت چې د پكتيا ولايت زيات نفوسه او پراخه ولسوالۍ بلل كېږي په دې ورستيو كې د امنيتي پېښو په ځاى پكې د وسله والو غلو راپورونه وركول كېږي.

اسمعيل لاروى _ پكتيا

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA