دخوست ښار په پروني ځانمرګي بريد کې،چې ديوه سرف موټر په مرسته ترسره شو ٩ تنه وژل شول او٣١ نور ټپيان دي .
دخوست ښار په پروني ځانمرګي بريد کې،چې ديوه سرف موټر په مرسته ترسره شو ٩ تنه وژل شول او٣١ نور ټپيان دي .
دخوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي رسنيو ته وويل ،يوتن ځانمرگي بريد كوونكي له چاودېدونکو توکو ډک خپل سرف موټر دپوليسو پوستې ته څېرمه، په خوست ښار کې وچاوه.
هغه زياته کړه،چې په دې بريد کې ٦ملکي وګړي او يوساتنمن وژل شوي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خودخوست دعامې روغتيا رييس ډاکټرامير بادشاه وويل، چې د اوو ملکي وګړيواو دوه پوليسو مړي، د دوى روغتون ته ور وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه،چې ۳۱ تنه ټپيان هم ور وړل شوي ، چې دوه تنه يي پوليس دي .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

