ads

جلال اباد كې پر كابل بانك د وسله والو طالبانو بريد

د ننګرهار چارواکي وايي، پر کابل بانک د ډله ييز ځانمرګي بريد پر مهال دوو چاودنو لږ، ترلږه نهه تنه وژلي او شاوخوا اويا نور يې ټپيان کړي. دا ډله ييز ځانمرګى بريد، چې د جلال اباد مخابراتو څلورلاري کې د والي د ماڼۍ په څو مترۍ او څو نورو حکومتي ادارو ته څېرمه و […]

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1389
جلال اباد كې پر كابل بانك د وسله والو طالبانو بريد

د ننګرهار چارواکي وايي، پر کابل بانک د ډله ييز ځانمرګي بريد پر مهال دوو چاودنو لږ، ترلږه نهه تنه وژلي او شاوخوا اويا نور يې ټپيان کړي. دا ډله ييز ځانمرګى بريد، چې د جلال اباد مخابراتو څلورلاري کې د والي د ماڼۍ په څو مترۍ او څو نورو حکومتي ادارو ته څېرمه و شو،د ننګرهار امنيې قومندان او د هغه مرستيال هم پکې د يوشمېر نورو پوليسو ترڅنګ ټپيان شول.

 

 

د ننګرهار چارواکي وايي، پر کابل بانک د ډله ييز ځانمرګي بريد پر مهال دوو چاودنو لږ، ترلږه نهه تنه وژلي او شاوخوا اويا نور يې ټپيان کړي.

دا ډله ييز ځانمرګى بريد، چې د جلال اباد مخابراتو څلورلاري کې د والي د ماڼۍ په څو مترۍ او څو نورو حکومتي ادارو ته څېرمه و شو،د ننګرهار امنيې قومندان او د هغه مرستيال هم پکې د يوشمېر نورو پوليسو ترڅنګ ټپيان شول.

عيني شاهدان  د ځانمرګو بريدګرو شمېر اووه تنه ښيي او وايي: د پوليسو له جامو په ګټې اخېستو سره پرداسې مهال  د بانک ودانۍ ته ورننوتي وو، چې پوليسو له بانکه خپل دولتي معاشونه ترلاسه کول.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى بياوايي: د امنيتي ځواکونو په ډزو دوه ځانمرګي وژل شوي، خوپه ناڅرګند شمېر نور وسله وال لا په بانک کې پاتې دي، چې د ځپلو هڅه يې روانه ده.

د والي وياند د ځانمرګو بريدونو پر مهال دوو چاودنو کې د نهو تنو وژل کېدل او شاوخوا اويانورو ټپي کېدل مني، خو وايي: په بانک دننه د تلفاتو معلومات نه لري.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد چې رسنيو ته يې د بريد مسوليت اخېستى،وايي درې ځانمرګي ملګري يې د پوليسو جامو کې پربانک ننوتي وو چې دوو يې ځانونو ته چاودنه ورکړې او درېيم يې چې د بريد سمبالګرو،د پېښې له ځايه روغ وتى.

د ده په دعوه نهه دېرش سرحدي پوليس او استخباراتي کارکوونکي دې بريد کې وژل شوي،او ګڼ نور د پينځلسو ولسي و ګړوترڅنګ ټپيان دي.

د پېښې له امله د شاوخوا ډېرو ودانيو ښېښې ماتې شوې وې او په ودانيو کې ډېرخلک بندپاتې وو.

ننګرهار کې پخواهم  څو ځله داسې ډله ييز ځانمرګي بريدونه پرهوايي ډګر شوي وو،خو د نن په شان پکې ډېرو ولسي خلکو ته زيان نه و اوښتى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA