ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې يو تن اختطاف كوونكى ونيول شو. نوموړي په دې نږدې ورځو كې د شينډنډ ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى تر تښتونوې وروسته د پيسو په بدل كې خوشې كړى و.
ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې يو تن اختطاف كوونكى ونيول شو.
نوموړي په دې نږدې ورځو كې د شينډنډ ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى تر تښتونوې وروسته د پيسو په بدل كې خوشې كړى و.
د هرات ولايت د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتي فتر سرپرست حميد براهوئي رسنيو ته ويلي، چې دغه اختطاف كوونكى تېره شپه د پلټونكيو عملياتو په ترڅ كې د شينډنډ ولسوالۍ په چمبران كلي كې ونيول شو.
نوموړي زياته كړه، چې نيول شوي تن پر خپل جرم اعتراف كړى او دوسيه يې د هرات ولايت څارنوالۍ ته استول شوې ده.
د دغه اختطاف كوونكي نيونه په داسې حال كې كېږي، چې څو ورځې وړاندې د هرات ښار د وينو بانك په جاده كې پر يوه كور ننوتي وو او له هغه كوره يې يو تن له نغدو پيسو او ګاڼو سره يو ځاى وړى و.
تر اوسه د هغه تښتول شوي تن د سرنوشت په اړه معلومات نشته.
د هرات ولايت پوليس وايي، چې په دغه ولايت كې تښتونې سياسي اړخ نه لري، بلكې د اقتصادي مسائلو له كبله دغه تښتونې ترسره كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

