د امريکا يو جګ پوړی پوځي مقام وايي، په افغانستان کې به روان ميلادي کال نښتې له تېرکاله، چې اوج ته ورسېدې نورې هم زياتې شي. د امريکا لوی درستيز ادميرل مايک مولن دا وړاندوينه په داسې وخت کې کوي چې واشنګټن ژمنه کړې ده چې را روان اوړی به له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو بهير پيلوي.
د امريکا يو جګ پوړی پوځي مقام وايي، په افغانستان کې به روان ميلادي کال نښتې له تېرکاله، چې اوج ته ورسېدې نورې هم زياتې شي.
د امريکا لوی درستيز ادميرل مايک مولن دا وړاندوينه په داسې وخت کې کوي چې واشنګټن ژمنه کړې ده چې را روان اوړی به له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو بهير پيلوي.
مايک مولن د امريکا د استازېو جرګې پوځي کمېټې ته په يوه استولي بيان کې څرګنده کړه، چې ددوى له اټکل سره سم به په دوه زره يولسم کال کې تر تيرکال نښتې زياتې شي.
اميرالبحر مولن په دې برخه کې دې ته اشاره نه ده کړې، چې د جګړو له ډيرېدو سره به د امريکايي پوځيانو تلفات هم ډير شي که نه
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما په دوه زره نهم کال کې افغانستان ته د ديرش زره اضافي امريکايي عسکرو د استولو پريکړه وکړه څو پر طالبانو فشار زيات شي او دې ته زمينه برابره شي چې امريکايي پوځيان له افغانستانه د دوه زره يولسم کال له جولاى څخه وتل پيل کړي.
مايک مولن په خپل بيان کې چې د استازېو جرګې پوځي کمېټې ته يې استولی دی دا هم ويلې دي چې د طالبانو پرضد پرمختګونه شوي دي خو دا هڅې په افغانستان کې د کمزوري حکومت او د بيا رغاونې په برخه کې د کمزور و هڅو تر سيوري لاندې راغلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

