په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو د رسنيو د دفتر له خوا ويل شوي چې تېره ورځ يې د مخامخ نښتې په ترڅ كې د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې يو تن وسله وال جنګيالى نيولى دى.
په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو د رسنيو د دفتر له خوا ويل شوي چې تېره ورځ يې د مخامخ نښتې په ترڅ كې د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې يو تن وسله وال جنګيالى نيولى دى.
د دفتر له خوا رسنيو ته ويل شوي چې وسله وال جنګيالى يې هغه مهال ونيو چې كله په بهرنيو سرتېرو د زرمت ولسوالۍ په ټټنك سيمه كې مخامخ بريد وشؤ.
د سرچېنې په وينا له يو ساعته مخامخ نښتې ورسته يو وسله وال طالب د نښتې په ډګر كې ونيول شو او نور يې له سيمي څخه وتښتېدل.
د بهرنيو ځواكونو د دفتر له خوا رسنيو ته دا هم ويل شوي چې د وسله وال بريد په لړ كې دوئ ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.
تر دمه وسله والو طالبانو او ځايې افغان چارواكو رسنيو ته د نښتې په اړه څه نه دي ويلي.
پاتې دې نه وي چې زرمت د پكتيا له ګردو ولسواليو څخه نا امنه بلل كېږي خو د ژمي د سړيچن موسم په اوږدو كې دا لومړۍ نښته چې يوازې بهرنيو ځواكونو يې پخلى كړى دى.
هيره دې نه وي چې له دې وړاندې هم بهرنيو ځواكونو په ياده ولسوالۍ كې څو څو ځلې د وسله والو طالبانو د نيول كېدو خبر وركړى خو ډېر ځل نيول شوي د سيمې اوسيدونكو او وسله والو طالبانو ولسي كسان بللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

